1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عمران خان وايي چي د فساد ضد څېړنه کې ګډون نه کوي

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۸, پنجشنبه

د پاکستان د فساد ضد ادارې ويلي ول چې پخوانی لومړی وزیر عمران يې ور غوښتی دی، خو خان ويلي دي چې هلته نه ورځي.

https://p.dw.com/p/4RXRY
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د دغه هیواد د فساد پر وړاندي د مبارزې ادارې ته غوښتل شوی دی
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د دغه هیواد د فساد پر وړاندي د مبارزې ادارې ته غوښتل شوی دیانځور: Anjum Naveed/AP/dpa/picture alliance

د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان چې د اداري فساد له تورونو سره مخامخ دی، د پنجشنبې په ورځ وویل چې هغه به د فساد ضد ځواکمنې ادارې په تحقیقاتو کې برخه وا نه خلي، دا ځکه چې په ضمانت خوشي شوی دی.

د پاکستان د يادي ادارې یوه ویاند چې په تیرو وختونو کې یې تحقیقات کړي، او ټول هغه کسان یې محاکمه او بندیان کړي چې له ۲۰۰۸م کال راهیسې یې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړې، وایې تمه کیږي عمران خان اسلام آباد ته نږدې راولپڼډي کې د دې ادارې مرکزي دفتر ته وغوښتل شي.

د عمران خان تر نيول کیدو وروسته احتجاجونه

د پاکستان سترې محکمې د تیرې جمعې په ورځ امر وکړ چې خان دي په ضمانت خوشې سي، او په ورته وخت کې بیا یوې بلې محکمې د چهارشنبې په ورځ د هغه محافظتي ضمانت د می تر ۳۱  پورې وغځاوه.

پاکستان غواړي مظاهره کوونکي پوځي محکمو ته حاضر کړي

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان میرمن بشرا خان چې په عام ډول د بشرا بي بي په نوم پیژندل کیږي هم د می تر ۲۳ پورې په ضمانت کې ده.

خان اندیښنه ښودلې وه چې پولیسو په لاهور کې د هغه کور محاصره کړی و، او ښایې چې ډیر ژر ونیول شي، دا ځکه چې عمران خان په دې تورن دی چې هغو کسان ته یې پناه ورکړې چې د پاکستان پر پوځې تاسیساتو یې بریدونه کړي دي.

د پنجاب د اطلاعاتو وزیر وایې حکومت د خان د نیولو هیڅ پلان نه لري، ځکه چې هغه د محکمې له خوا په ضمانت خوشي شوی دی. هغه وويل: «موږ ټول غواړو چې هغه یوازي په خپل کور کې پټ شوي تروريستان راوسپاري.»

هغه زیاته کړې استخباراتي او د قانون پلي کولو ادارو ته معلومه شوې چې د خان په کور کې پر پوځي تاسيساتو د بريد په تور تر ۴۰ پورې کسان پټ دي. هغه وویل، خان ۲۴ ساعته وخت درلود چې شکمن کسان تسلیم کړي.

خو خان بیا وایې چې چارواکي کولی شي د هغه کور تلاشي کړي، خو د محکمې د قانوني تضمین سره. خان په ورته وخت کې په تاوتریخوالي کې د ښکیلو کسانو له پناه ورکولو څخه انکار کړی دی.

ش.ا/ن.ز (آ.ژ)