1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې د رییس حیرانونکی سفر

۱۴۰۰ شهریور ۱۳, شنبه

د اسوشتید پریس خبري آژانس په حواله کابل ته د جنرال فیض حميد د رسیدو خبره دوو پاکستاني چارواکو، د نومو د نه ښودلو په شرط تائيد کړې ده. ویل کیږي، چي د طالبانو په منځ کي د واک د ويش پر سر اختلافات موجود دي.

https://p.dw.com/p/3zv4g
Afghanistan | Taliban Kämpfer in Kabul
د آرشیف انځورانځور: Xinhua/imago images

د پاکستان د استخباراتو د ادارې (آی اس آي) مشر، په یو حیرانوونکي سفر د شنبې په ورځ (د سبتمبر ۴مه) کابل ته رسیدلی دی. نن پر ټولنیزو رسنیو هم د جنرال فیض حمید يو انځور چې د کابل په سرينا هوټل کې اخیستل شوی، لاس په لاس کيږي.

رپوټ زیاتوي چې تر اوسه لا روښانه نه ده چې دغه تر ټولو ځواکمن پاکستانی چارواکی به د شنبې په ورځ د طالبانو د رهبرۍ سره په کومه مسئله خبرې وکړي، خو د پاکستان استخباراتي ادارې په اړه ویل کيږي چې پر طالبانو باندې له بهره تر ټولو ډير نفوذ لري.

د طالبانو رهبرۍ په پاکستان کې خپل مرکزونه درلودل او په اغلب ګمان يې د پاکستان د استخباراتي ادارې سره مستقیمي اړيکي درلودې.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخوانې رئيس، رحمت الله نبيل کابل ته د جنرال فیض د سفر په اړه حیرانتیا ښکاره کړې ده. هغه پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي: «هغه ولې کابل ته راودانګل...آیا د نوي حکومت د جوړلو سره د مرستې پخاطر؟» هغه نورې پوښتنې هم کړي دي چې په یوه ځای کې ېې ليکلي: «د طالبانو د مختلفو فراکسيونو تر منځ د واک د ويش په سر د اختلافاتو د حل لپاره؟»

طالبان چې اوس مهال د خپل نوي حکومت پر جوړيدو بوخت دي، تيره ورځ داسې رپوټونه خپاره شول چې د حکومت مشري به يې ملا برادر کوي. خو نبيل په يوه بل جلا ټويټ کې ويلي دي چې تر ډیر برید د دې احتمال شته چې ملا برادر دې د نوي حکومت مشر نه وي. هغه زیاته کړې ده چې دغه «مسئوليت به د تمې ډير خلاف یو بل کس، خو آی اس آی ته نژدي کس واخلي.»