1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چارسده: د اوړو ترلاسه کولو پر وخت ټېل ماټېل مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۲ فروردین ۳, پنجشنبه

د خيبر پښتونخوا په چارسده کې د روژې مياشتې په مناسبت د اوړو د وړيا ويش پر وخت ټېل ماټېل رامنځ ته شوی چې له کبله یې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

https://p.dw.com/p/4P8Tp
آرشيف انځور: د خیبر پښتونخوا سوات سيمه
آرشيف انځور: د خیبر پښتونخوا سوات سيمهانځور: Naveed Ali/AP Photo/picture alliance

د خیبر پښتونخوا د چارسدې د پوليسو مشر محمد عارف د پېښې په اړه وويل: «نهه کسان تر پښو لاندې شوي وو او روغتون ته انتقال شول چېرې چې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړ.»

نوموړي وويل چې په سلونو خلک په سيمه ایز باراز کې هغه ځای ته ورغلي ول چېرې حکومت د روژې په میاشت کې د مرستې بستې ويشي. حکومت د روژې میاشتې له پاره داسې په سلونو ځایونه رامنځته کړي دي. په دې پروګرام کې له ټول هېواد څخه په ميلیونونو د لږ عاید لرونکو کورنيو نومونه ثبت شوي دي.

اړونده موضوع:امریکا ولې پر پاکستان د چین د پورونو له کبله اندېښمنه ده؟

په يوه نږدې پرته سيمه کې هم يو تن هغه وخت مړ شو او څلور نور ټپيان شول کله چې د وړيا اوړو د ترلاسه کولو له پاره راټول شوي خلک پر يوه ديوال ناست ول او دغه ديوال بيا ونړيد. چارواکو د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې د ديوال د نړيدو علت روښانه شوې نه دی.

په پاکستان کې په دې وروستيو میاشتو کې د بنسټیزو خوراکي توکو بیې لوړې شوي، د انفلاسيون کچه په تېرو پنځوسو کلونو کې خپل وروستي حد ته لوړه شوې او دغه هېواد له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او له هم دې کبله د پېسو له نړيوال صندوق سره خبرو اترو ته اړ شوی دی.

اړونده موضوع:د پاکستان خراب اقتصادي حالت او د درملو بحران

د جنوبي آسيا دغه هېواد سخت پوروړی دی او د بيو او ماليو لوړولو ته اړتيا لري، څو د پېسو د نړيوال صندوق له خوا د ۶،۵ مليارده ډالرو يو بل قسط ترلاسه کړای شي او پورونه پرې کرای شي.