1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

«داسي شواهد نشته چې افغان مهاجر دې په ترهګرۍ کې ښکیل وي»

۱۴۰۲ تیر ۲۷, سه‌شنبه

د سپينې ماڼۍ وياند ويلي دي چې هیڅ داسې نخښې نشته چې په پاکستان کې ميشت افغان کډوال دې په پاکستان او يا د دغه هېواد د پولې په اوږدو کې په ترهګریزو فعاليتونو کې ښکيل وي.

https://p.dw.com/p/4U2rx
د امريکا د ملي امنيت وياند  جان کیربي
د امريکا د ملي امنيت وياند جان کیربيانځور: John Kirby/REUTERS

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت وياند جان کیربي، دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي دي چې پاکستان اندېښنه ښوولې وه چې وسله والو په افغانستان کې خوندي پټنځايونه موندلي دي.

کيربي د دوشنبې په ورځ د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې وويل: «موږ داسې هیڅ نخښې نه دي ليدلي چې افغان مهاجرو دې په پاکستان او يا د پولې په اوږدو کې په ترهګریزو فعاليتونو کې لاس لرلی وي.»

اړونده موضوع: پاکستان د اسلامپاله اورپکو پر ضد عملیات پیلوي

د پاکستان د پوځ په حواله تېره اونۍ په بلوچستان ایالت کې چې له افغانستان او ایران سره شريکه پوله لري، د پوځ پر يوه مرکز د وسله والو په بريد کې ۹ عسکر ووژل شول. همدا راز درې نور عسکر هم له وسله والو سره د فایرونو د تبادلې پر وخت ووژل شول.

زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ

جان کیربي په خپلو خبرو کې وويل: «...موږ همدا شان د پاکستان د ډېر زيات سخاوت له کبله چې د هغو افغانانو په مقابل کې یې لرلی دی چې د يوه خوندي ځای په لټه کې وو، ډېر منندوی يو.» هغه وويل: «او موږ به له پاکستان سره ګډ کار ته دوام ورکړو لکه هغوی ته د ورپيښو مشروع ترهګریزو ګواښونو په مقابل کې مو چې ورسره همکاري کړې ده.»

اړونده موضوع: پاکستان د افغان مهاجرو بايوميتريک معلومات ټولوي

د پاکستان پوځ تېره اونۍ د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې ته په اشارې سره «په افغانستان کې د خوندي پټنځايونو او ټي ټي پي ډلې ته د فعاليت کولو د آزادۍ د شتون په اړه جدي انديښنې څرګندې» کړې وې.

د پوځ له خوا زياته شوې وه: «دا ډول بريدونه د زغملو نه دي او د پاکستان د امنيتي ځواک له اغیزمن غبرګون سره به مخامخ شي.»

زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د پوځ دا ډول تورونه رد کړي دي چې ګواګي دوی یادې وسله والې ډلې ته له خپلې خاورې څخه پر پاکستان د بريدونو اجازه ورکوي.

بلوچستان د پاکستان هغه ایالت دی چې په طبیعي زیرمو غني دی او له لسیزو راهېسې د بلوچ یاغيانو له ستونزې سره هم لاس او ګريوان دی.

اړونده موضوع: د پيښور په یوه جومات کې د برید د قربانیانو شمیر ۸۸ ته لوړ شوی

افراطي وسله وال چې د پاکستان د حکومت ړنګولو او پر ځای یې د اسلامی شريعي قوانينو د نافذولو هدف لري، په بلوچستان کې یې هم پښه ټينګه کړې ده.

د ۲۰۲۲م کال په پاې کې د پاکستان له حکومت سره د اوربند د يوه تړون تر ختميدو وروسته د وسله والو بريدونو هم زور اخیستی دی. په دې بریدونو کې د پېښور په يوه جومات کې بمي بريد هم شامل دی چې د روان میلادي کال په پېل کې تر سلو ډېر انسانان پکې ووژل شول.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)