1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمپاکستان

د پيښور یوه جومات کې د برید د قربانیانو شمیر ۸۸ ته لوړ شوی

۱۴۰۱ بهمن ۱۱, سه‌شنبه

د رسمي شمیرو له مخې د پيښور په یوه جومات کې د دوشنبې په ورځ ترسره شوي ځانمرګي برید د قربانیانو شمیر تر ۸۰ لوړ شوی دی. په همدې منځ کې د تحريک طالبان پاکستان يا ټي ټي پي ډلې د دې برید مسئولیت له منلو څخه انکار کړی دی.

https://p.dw.com/p/4MtqN
Pakistan Peschawar | Selbstmordanschlag in Moschee
انځور: Abdul Majeed/AFP/Getty Images

په پاکستان کې د منع شوې تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي ډلې یوه ویاند محمد خراساني له خوا خپرې شوې اعلاميې کې ویل شوي دي چې ډله یې په دې برید کې لاس نه لري. د هغه په وینا د ټي ټي پي په تګلاره کې پر مدرسو، جوماتونو، جنازواو نورو مقدسو ځایونو عملیات ترسره کولو ته اجازه نه ده ورکړل شوې.

د پيښور په يوه جومات کې ځانمرګي بريد درنه مرګ ژوبله اړولې

مخکې تر دې د ټي ټي پي يا پاکستاني طالبانو يوه قوماندان سربکف مومند په ټویټر کې د یوه پيغام په خپرولو سره د دې برید مسئولیت منلی و. مومند ویلي وو چې دا برید د احمد ولي چې په عمر خالد خراساني پيژندل کیده، د وژنې غچ و. عمر خالد خراساني د ۲۰۲۲م کال په اګست میاشت کې د افغانستان په پکتیا ولایت کې وژل شوی و.

د سیمه ایزو چارواکو په حواله د دوشنبې په ورځ کله چې په دې جومات کې برید وشو، شاوخوا ۳۰۰ تنه لمونځ کوونکي په کې موجود ول. په دې برید کې لږ تر لږه د ۱۵۰ تنو د ټپې کیدو خبر ورکړل شوی دی.

Pakistan Peschawar | Selbstmordanschlag in Moschee
په دغه ځانمرګي برید کې وژل شوي اکثریت کسان پولیس مامورین ديانځور: Fayaz Aziz/REUTERS

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ځانمرګې بریدګر دې ساحې ته چې نسبتاً ډیره خوندي تصور کیده، څنګه ننوتلی دی. په څلورو دیوالونو کې را ایساره دغه ساحه د پيښور په ډیرو حساسو سیمو کې شمیرل کیږي، چیرې چې د نورو دولتي ودانیو سربیره د پولیس مختلفې څانګې، لکه له ترهګرۍ سره د مبارزې اداره، د استخباراتي ادارو دفترونه او نور موقعیت لري.

د پاکستان پوځ: پېښور ته څېرمه سخته جګړه شوې

د پيښورد پولیسو مشر محمد اعجاز خان خبري آژانسونو ته وویل چې ډیر شمیر کسان د چت تر ویجاړیو لاندې دي او د ژغورنې عملیات جریان لري. د هغه په خبره دا یو بیړنی وضعیت دی. د چارواکو په خبره په وژل شوو کې اکثریت یې پوليس دي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص