1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان د اسلامپاله اورپکو پر ضد عملیات پیلوي

۱۴۰۲ فروردین ۱۹, شنبه

پاکستان په پام کې لري چې په ټول هيواد کې د اسلامپاله اورپکو د ځپلو لپاره پوځي عمليات وکړي. دا فيصله د هيواد ملي امنيتې شورا د جمعې په ورځ وکړه.

https://p.dw.com/p/4PpuO
په پاکستان کې ترهگر بريدونه زيات شوي دي
په پاکستان کې ترهگر بريدونه زيات شوي ديانځور: Hussain Ali/Pacific Press Agency/IMAGO

رويټرز خبرې آژانس ليکلي دي چې په ټول هیواد کې به د پوځي عملياتو لګښتونه ممکن ډېر زيات وي. دا په داسي حال کې ده چې دغه هيواد تر مخه لا د يو سخت اقتصادي او په همدې راز سياسي بحران سره مخامخ دی.

پاکستان د دې ګواښ سره مخامخ دی چې ډيوالي شي او نور ونکړلای شي چې پر ټاکلې وخت خپل قرضونو بېرته ادأ کړي. دغه هيواد د تېر کال له نومبر میاشتې راهيسي په دې انتظار دی چې نړيوال وجهي صندوق یا آی. ام. ایف ورته د قرضې بله برخه ورکړي. په عين حال کې د پخواني لومړي وزير عمران خان او د حکومت تر منځ سخت سياسي تشنج ادامه لري.

دغه هم ولولئ:  د پاکستان حکومتونه ملي خزانه څنګه مصرفوي؟

له دې مخکې پاکستان په ۲۰۱۴ کال د اسلامپاله اورپکو پر ضد عمليات پېل کړي ول چې دغه هيواد ته په ملياردونو ډالره لګښتونو تمام شول. په دغو عملياتو کې په مليونونه انسانان چې اکثريت يې د پښتنو د قبايلي سيمو اوسېدونکي ول بيځايه شول او په سلونو انسانان پکښي ووژل شول.

د پاکستان د ملي امنیت شورا په خپله اعلاميه کې ويلي دي چې حکومت او امنيتي ادارو پر دې تفاهم سره کړی دی چې د ترهګرۍ د خطر پر ضد به په ټول هيواد کې قاطع عمليات وکړي.

پاکستان اټومي وسلې لرونکی هيواد دی چې نفوس يې ۲۲۰ مليونه انسانان دي. په تېرو څو مياشتو کې په دغه هيواد کې د اسلامپاله وسله والو بريدونه زيات شوي دي. دا د هغه وروسته چې د تحريک طالبان پاکستان او حکومت تر منځ د خبرو اترو لړۍ تېر کال وشکېدله.

د لومړي وزير شهباز شريف په مشرۍ د امنيتي شورا په دايره شوې غونډه کې يوه کمېټه وټاکله شوه چې د دوو اونيو په جريان کې به د پوځي عملياتو  په تړاو جزيات وړاندي کړي.

آ./ا.ا./ا.خ.ح.

پاکستان له افغان کډوالو د فشار د الې په توګه کار اخلي؟