1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اسلامي هېوادونو عالمانو په افغانستان کې د وينې توېدل وغندل

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۹, چهارشنبه

د یو شمېر اسلامي هېوادونو دیني عالمانو په افغانستان کې د جګړې درولو غږ وکړ. هغوی همدا راز په ځینو نورو اسلامي هېوادونو کې پر روانو ناکراریو هم اندېښمنه وښوده.

https://p.dw.com/p/3tcqH
Afghanischer Sufi
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

د افغانستان د حج او اوقافو وزارت نن چهارشنبې ( ۲۰۲۱ میلادي کال د مۍ ۱۹مه) په کابل کې د یو شمېر اسلامي هېوادونو د دیني عالمانو ناسته رابللې وه.

دغه کنفرانس ته د اردن، فلسطین، ترکیې، عراق، مصر او لبنان هېوادونو دیني عالمانو خبرې وکړې. دې ناستې ته ډيری دیني عالمانو په انلاین بڼه ویناوې وکړې، چې تر ډیره یې افغانستان او ځینو نورو هېوادونو کې جګړې او وینی توييدنې وغندلې.

د حج او اوقافو وزیر محمد قاسم حلیمي ناستې ته وویل چې افغانستان اسلامي هېواد دی او دلته »د طالبانو روانه جګړه مطلق افغان وژنه ده.« نوموړي زياته کړه:«افغانستان اسلامي هېواد دی، قوانین یې اسلامي دي او د ولسمشر په ګډون د نظام ټول اراکین مسلمانان دي، نو دلته جګړه هیڅ شرعي جواز نه لري.»

ښاغلي حلیمي د بهرنیو ځواکونو وتلو ته په اشارې سره وویل، چې تردې وروسته نو طالبانو سره د جګړې جارې ساتلو هیڅ ډول پلمه نه پاتې کیږي.

اسلامي نظام په تړاو بحث ته د طالبانو وربلل

د افغانستان د حج او اوقافو وزیر د دیني عالمانو په دې ناسته کې طالبان د اسلامي نظام په تړاؤ بحث کولو ته وربلل. هغه وويل: «که طالبان نېوکه لري، خو را دې شي خبرې دې وکړي. موږ ورسره په اسلامي نظام خبرو ته چمتو يو.»

"افغان دیني عالمانو ته د تندلارۍ ضد روزنه ورکول کیږي"

د حلیمی پر وینا له افغان حکومت څخه د نړۍ ۲۲ اسلامي هېوادونه ملاتړ کوي، نو طالبان بیا د کوم شرعي جواز پر بنسټ جګړه کوي؟

د اردن د پاچا سلاکار شیخ محمود عباس دې ناستې ته په وینا کې د افغانستان ترڅنګ فلسطین، سوریه او یوشمېر نورو اسلامي هېوادونو کې هم روانې جګړې وغندلې. هغه وويل: «د ملګرو ملتونو، امنیت شورا او نور نړېوال سازمانونه باید په اسلامي نړۍ کې د روانو جګړو ختمولو لپاره د حل لارې ولټوي.»

دغه راز، دې غونډې ته د عراق دیني عالم یوسف الانصاري، د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټینګار وکړ.

افغان جګړه، ایا دیني عالمان پر یو واحد دریځ ولاړ دي؟

ده دا ادعا هم وکړه چې د داعش په څیر ډلې امریکایانو رامنځته کړي، چې په اسلامي هېوادونو کې د مذهبي جګړو پيلولو ته لمن وهي. نوموړي زياته کړه: «د داعش جګړه هیڅ شرعي جواز نه لري، دوی په عراق او افغانستان کې د شیعه او سني ترمنځ اختلافات راپورته کوي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د افغانستان تر لسو ډېرو ولایتونو څخه د سختو جګړو رپوټونه ورکول کیږي. طالبان وايي، جګړه به یې اسلامي نظام تر ټینګښته روانه وي خو ترڅنګ یې د سولې خبرو ته هم دوام ورکوي. خو افغان حکومت بیا طالبان تورنوي چې د جګړې له لارې واک ته د رسېدو هوډ لري.

اسماعیل شاکر – کابل

زموږ له آرشيف څخه: