1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان جګړه، ایا دیني عالمان پر یو واحد دریځ ولاړ دي؟

۱۳۹۹ آبان ۵, دوشنبه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بنګله دیش دیني عالمانو او مفتیانو افغان جګړه حرامه بللې ده. هغوی د افغان جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې جګړه ودروي.

https://p.dw.com/p/3kS3k
Afghanistan Moschee Eid al-Adha
انځور: Reuters/M. Ismail

له دغه وزارت څخه په خپره شوې ویناپاڼه کې راغلي دي چې په پلازمینه ډاکه کې د بنګله دیش دیني عالمان "افغانستان کې د سولې پر لور بلنه" تر سرلیک لاندې غونډه کې سره راټول شوي ول.

هغوی د افغان جګړې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې جګړه ودروي.

ایا په کور دننه د افغان جګړې دیني اړخ په اړه لازم سپیناوی شته؟

د چارو کتونکي اصف ننګ دویچه ویله ته وویل، روانې جګړې جواز ته د جګړې هیڅ غاړه دیني توجیه نه شي موندلی.

ده نیوکه وکړه چې لاهم دیني عالمانو په دې برخه کې ولس ته لازم سپیناوی نه دی ورکړی: «زه ډیر تاسف کوم چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د مجمع علماو له خوا چې په سعودي کې دي یا په ازهر کې دي داسې قاطع پریکړه نه ده اورېدل شوې.»

ننګ چې د عربي نړۍ په ځینو هېوادونو کې یې دیني زده کړې هم کړي زیاته کړه، چې له تیرو شلو کلونو د مسلمانانو ویني تویږي، خو دیني عالمانو یې په اړه زړه بوږونکې چوپتیا غوره کړې ده.

د دیني عالمانو ځواب څه دی؟

خو دیني عالمان وايي، وخت نا وخت یې د جګړې پر ښکېلو غاړو د جګړې درولو غږ کړی.

Afghanischer Sufi
انځور: AFP/Getty Images/S. Marai

دیني عالم مولوي عطاالله فیضاني دویچه ویله ته وویل، دیني عالمان پرون هم په کابل کې راټول شوي ول، له حکومت او طالبانو یې د سولې په برخه کې د ژمنتیا غوښتنه وکړه: «دیني عالمانو غږ وکړ چې سولې ته لومړیتوب ورکړل شي او په سوله کې دي دیني او ټولګټې ملي ارزښتونو لومړیتوب وګڼل شي.»

دغه دیني عالم هم پر ټولو دیني عالمانو غږ وکړ چې د افغان جګړې له پاره دې پر یوه ټولمنلي شرعي فتوا یوه خوله شي:

«په کار داده چې ټول علما له مساجدو، مدارسو، مختلفو ادرسونو نه په ګډه هغه چې د طالب په ساحه کې دي او یا هغه چې د حکومت تر ولکې لاندې سیمو کې ژوند کوي، دوی سره راټول شي او په متفق ډول دي یوه فتوا صادره کړي او جنګ ته دې نور د پای ټکی کیږدي.»

ښاغلی فیضاني وايي چې دیني عالمان دې د جګړې په اړه اسلامي حکم بیان کړي چې ایا دغه جنګ چې اوس روان دی جواز لري او کنه؟

دا څرګندونې داسې مهال دي چې د روانې اونۍ پر یکشنبې د کابل د لویې جرګې په خیمه کې شاوخوا ۳ زره دیني عالمانو د جګړې درولو غږ وکړ.

دغو عالمانو وویل چې د جګړې ښکېلو غاړو ترمنځ اوسني ټول مخالفتونه د واک پرسر دي او د همدغه واک او ځواک له پاره باید نور د افغانانو ویني توی نه شي. 

دوی د مذاکراتو پر دواړو خواوو هم غږ وکړ چې د سولې له پاره له رامنځ ته شوي فرصت څخه سمه ګټه واخلي.

او د بنګله دیش دیني عالمانو ویلي چې ځانمرګي بریدونه دې ودرول شي او ښکېلې غاړې دې ان دداسې کلماتو له کارولو هم ډده وکړي چې د جګړو د شدت او تاوتریخوالي سبب کیږي.

اسماعیل شاکر – کابل