"افغان دیني عالمانو ته د تندلارۍ ضد روزنه ورکول کیږي"
۱۳۹۹ دی ۲۸, یکشنبهد افغانستان د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د دیني عالمانو د ظرفیت لوړونې لړۍ په لومړي پړاؤ کې شاوخوا ۵۰ دیني عالمانو د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د دغه وزارت د نشراتو رئیس فضل محمد حسیني دویچه ویله ته وویل، دغو ۵۰ دیني عالمانو ته د یوې میاشتې په موده کې د مصر الازهر پوهنتون استادانو په انلاین بڼه روزنه ورکړې.
«دیني عالمانو ته ددې زده کړه ورکړل شوه چې اسلام د اعتدال دین دی چې باید په خپلو ورځنیو خطبو او ویناوو کې دا مسئله بیان کړي. دغه راز، له دیني زاويې په نړېواله کچه د نویو مسایلو په اړه دیني عالمانو ته زده کړې ورکړل شوې.»
ښاغلی حسینی زیاتوي چې حج او اوقافو وزارت هڅه کوي چې د دیني عالمانو د ظرفیت لوړولو برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
د نوموړي پروینا تمه شته چې د تند لارې او نورو اړوند دیني زده کړو کې د ظرفیت لوړولو نور پروګرامونه به له هېواده بهر په مصر کې ترسره شي.
ده زیاته کړه:«اوسنۍ چې څومره ناخوالي دي یو مهم فکټور پکې دا دی چې د دین واقعي څېره په سمه توګه نه ده وړاندې شوې. مونږ هڅه کوو چې زمونږ دیني عالمان د نویو مسایلو په اړه د دین واقعي څېره خپلو مخاطبانو ته وړاندې کړي.»
په افغانستان کې تندلاري بیلابیل اړخونه لري، چې یو مهم اړخ یې روانه جګړه هم بلل کیږي.
تندلاري او یا د اسلام د ځینو حکمونو څخه د دیني عالمانو بیلابیل برداشتونه د افغانستان د روانې جګړې د دوام یو ستر لامل بلل شوی، خو ایا د یوې میاشتې روزنې سره دې ستونزې ته حل لار موندل کیدای شي؟
تردې وړاندې داسې رپوټونه هم خپاره شوي چې په یوشمېر دیني مدرسو کې د دین ترنامه لاندې طالبانو ته تندلاري ورښودل کیږي.
پر حکومت یوه تر ټولو ستره نېوکه دا هم ده، چې پر ډير لږ شمېر دیني مدرسو څار او واک لري او د هغوی ښوونیز نصاب ارزونې ته یې هیڅ پام هم نشته.
اسماعیل شاکر – کابل
دلته زموږ له آرشیف څخه يو انځوريز البوم: