1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

په هند کي مځکه ښوېدنه؛ تر اوسه ۱۵۰ مړي راایستل سوي دي

۱۴۰۳ مرداد ۱۰, چهارشنبه

د نوو معلوماتو له مخي د هند په جنوبي ایالت کیرالا کي مځکه ښوېدنه د نږدې ۱۵۶ انسانانو د ژوند په بیه تمامه سوه. تر دغي پیښي یوه ورځ وروسته هم په لسونو کسان لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/4ix53
په هند کې د ځمکې ښوېدنې پېښه
پر له پسې موسمي بارانونه د دغي مځکې ښوېدنې سبب سول چي له امله یې ویالې له خټو او چیکړو ډکې سوېانځور: AFP

د هند  په جنوب کي د سختو موسمي بارانونو په نتیجه کي مځکو ښويدنو ډېر کلي ویجاړ کړل. ژغورونکې عملې د چهارشنبې په ورځ د ډرون او سپیانو په مرسته په خټو او ورانیو کي لادرکه سوو کسانو پسي لټون پیل کړی دی. 

دغه مځکه ښوېدنه د وایاناد په غرنۍ سیمه کي د سې شنبې په سهار وختي هغه وخت رامنځته سوه چي ډېر خلک لا بیده وه. سیمه ایزو رسنیو لیکلي دي چي تر اوسه لا هم له ۹۰ تر ۱۰۰ کسانو پوري لادرکه دي.

موسمي بارانونه د مځکی ښوېدنې سبب سول

پر له پسې موسمي بارانونه د دغي مځکې ښوېدنې سبب سول چي له امله یې ویالې له خټو او چیکړو ډکې سوې. رامنځته سوو سیلابونو  پُلونه مات او سړکونه یې بند کړل. دا کار او همدارنگه دوامداره بارانونو  د ژغورنې عملیات له خنډ سره مخامخ کړي دي. پوځ او سمندري ځواکونه له سیمه ایزو ژغورنې عملې او له ناورینونو څخه د ساتني ملي ځواک ملاتړ کوي.

په دغه سیمه کي د سیلانیانو ځایونه هم سته. د رسنیو په حواله په یوه برخه کي ۲۵۰ کسان بند پاته سوي دي. مځکي ښوېدنې د کیرالا، میپادي او د مونداکای او د خورالمالا د سیمې برخې اغیزمني  کړي دي. د نورو برخو په هکله لا په اول سر کی معلومات نه وه ورکړل سوي.

په هند کي د مونسون په فصل  کي چي له می مياشتي څخه تر سپتمبر پوري دوام کوي، هر کال له خټو څخه ډک سیلابونه رامنځته کیږي.

که څه هم بارانونه د نباتاتو او زراعت له پاره حیاتي اهمیت لري، خو کیدای سي د انسانانو د ژوندانه له پاره خطر له ځانه سره ولري. همدارنگه په گاونډي هیواد پاکستان کي هم د سختو بارانونو له امله د مړیني پیښي او ویجاړۍ رامنځته سوي دي.

GP/NZ/AG