1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

په هند کي مځکه ښوېدلې؛ په لسونو کسان مړه سوي دي

۱۴۰۳ مرداد ۹, سه‌شنبه

د رسمي شمیرو له مخي د هند په جنوب کي د مځکي ښويدنې په پیښه کي په لسونو کسان مړه او په سلونو نور لادرکه سوي دي.

https://p.dw.com/p/4itpK
ژغورونکي د هند په سویلي ایالت کیرالا کې په ویاناډ کې په غرونو کې د ډیری ځمکې ښویدنې وروسته د ځمکې ښویدنې په ځای کې د قرباني جسد لیږدوي.
هند کیرالا، په ویاناډ کې د ځمکې ښویدنهانځور: Stringer/REUTERS

 د ځايي چارواکو په حواله د هند په وایاناد ولایت کي د دغي مځکي ښویدني په تړاو د مړیني ۳۶ پیښي ثبت سوي دي. پوځ د سې شنبې په ورځ څرگنده کړه چي په دغه پیښه کي په سلونو انسانان لادرکه سوي او څه د پاسه ۲۰۰ سرتیري د پیښي سیمي ته استول سوي دي. 

د دغي مځکي ښویدني علت د دغه هیواد د کیرالا ایالت جنوبي خواته سخت موسمي بارانونه  بلل سوي دي. له ناورینونو سره د مبارزې ادارې په دغه ایالت کي د سې شنبې په ورځ د نورو بارانونو او سختو بادونو اټکل هم کړی دی.

د افغانستان سیلابونه؛ د اړمنو د وضعیت لا خرابیدو اندیښنه

د دغه هیواد صدراعظم نریندرا مودي ، په ایکس پاڼه کي څرگنده کړې ده چي د کیرالا په سیمه کي یې د هر ډول «ممکنه مرستو» ژمنه کړې ده.

په جنوبي آسیا کي له جون میاشتي څخه تر سپټمبر پوري موسمي بارانونه کیږي چي د اوبو د ذخیره کولو له پاره مهم شمیرل کیږي. خو هغوی د پرله پسې سیلابونو  او ویجاړیو سبب هم کیږي. د پلټونکو په خبره اقليمي بدلون  چي سبب يې انسانان سوي دي، د درنو او سختو بارانونو لامل کيږي چي وړاندوينه يې سخته ده.

GP/NZ/AG