1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستبرازیل

د برازیل ولسمشر روسیې ته د پوتین د سفر بلنه رد کړه

۱۴۰۲ خرداد ۶, شنبه

د برازیل ولسمشر لولا داسیلوا ویلي دي، چې له پوتین سره یې په تیلفوني خبرو کې د روسیې د سفر بلنه نه ده منلي. هغه په سن پترزبورګ کې د نړیوال اقتصاد غونډې ته دعوت شوی و.

https://p.dw.com/p/4RtJr
Brasilien Politik l Brasilianischer Präsidente Luiz Inácio Lula da Silva
انځور: Fabio Rodrigues-Pozzebom/Agência Brasil

په سن پیټرزبورګ کې د نړیوال اقتصادي فورم ۲۶ غونډه د یو شمېر هېوادونو د مشرانو په ګډون د جون له ۱۴ تر ۱۷ مې نیټې جوړیږي.  ټاکل شوې وه، چې د برازیل ولسمشر لولا داسیلوا د ولادیمیر پوتین په رسمي بلنه په دغه غونډه کې ګډون وکړي.

اړوند مطلب: چین او روسیه خپلې سوداګریزې اړیکې پراخوي

اوس د برازیل ولسمشر لولا ذلسیلوا، له ولادیمیر پوتین سره د خپلې تیلفونې اړیکې په اړه په ټویټر لیکلي دي: »ما د روسیې له ولسمشر څخه د سن پیټرزبورګ په نړیوال اقتصادي فورم کې د بلنې له امله مننه وکړه او په ځواب کې مې وویل، چې زه دا مهال روسیې ته سفر نشم کولی.»

دغه کیڼ اړخي سیاستوال همدا راز په اوکراین د روسیې پوځي تیري ته په اشارې ټینګار وکړ، چې «برازیل چمتو دی، چې د هند، اندونیزیا او چین په څیر، په جګړه کې دواړو ښکېلو لورو سره د سولې لپاره خبرې وکړي.»

اړوند مطلب: څیړنه: په نړیواله کچه جګړې او کړکیچونه ډیر شوي

د کرملین په وینا، ټیلفون د لولا له لورې شوی و او پوتین په دې خبرو کې د برازیل ولسمشر ته د هغه « د اوکراین د وضعیت اساسي ارزونه او په سیاسي کچه د خبرو اترو لپاره د روسیې چمتووالي» خبر ورکړ.

په وروستيو مياشتو کې لولا د چين له حکومت سره يو ځای څو ځلې د اوکراين په جګړه کې د نړيوال منځګړيتوب په ډګر کې ګامونه پورته کړي دي.

د اپرېل په مياشت کې چين ته د خپل سفر په ترڅ کې د برازيل ولسمشر له اوکراين سره د ناټو او نورو هېوادونو پر پوځي مرستو نيوکه وکړه، چې په اروپايي هېوادونو او د امريکا په متحدو ايالتونو کې يې پراخ اعتراضونه راپورته کړل.

لولا بیا پر اوکراین د روسیې د برید د نیوکې ترڅنګ له اوکراینه د روسي ځواکونو د وتلو غوښتنه ونه کړه.

DW/FZ/NS