1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

اسرائيل د غزې ښار د تخليې لارښوونه کړې ده

۱۴۰۳ تیر ۲۰, چهارشنبه

اسرائيل د غزې ښار له اوسيدونکو غوښتنه کړې ده چې د سختو نښتو له کبله له ښاره ووځي. بل لوري ته د فلسطينيانو چارواکو ويلي دي چې په غزه کې پر يوه ښوونځي په بريد کې ۲۵ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4i7Fr
د اسرائيل تر بريد وروسته د غزې ښار انځور
اسرائيل د غزې ښار له اوسيدونکو غوښتنه کړې ده چې د سختو نښتو له کبله له ښاره ووځي.انځور: Dawoud Abu Alkas/REUTERS

د سيمه ایزو او نړيوالو رسنيو د رپوټونو په حواله د اسرائيل الوتکو د چهار شنبې په ورځ پر غزه ښار باندې خبر پاڼې غورځولې دي. په دې خبر پاڼو کې د ښار اوسيدونکو ته ویل شوي دي چې د نښتو د شديدېدو له کبله دې له ښاره ووځي.

په دغو په زرونو خبر پاڼو کې چې «په غزه کې پر هر چا د غږ» عنوان ورته ورکړل شوی، له ښار څخه جنوب ته د تللو له پاره لارې مشخصې شوي او خبرداری ورکړل شوی دی چې دا ښار به «د جګړې يوه خطرناکه ساحه وي.»

ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو د اسرائيل له خوا د تخلیې دا کار وارخطا کوونکی او غير خوندي بللی او غندلی یې دی.

د ۲۰۲۳م کال له اکتوبر مياشتې راهېسې د غزې تړانګې په سلونو زره اوسيدونکي په څو ځلي بې ځایه شوي دي. 

د مرکزي غزې په «خوندي ساحه» کې خونړي بريدونه

د روغتون چارواکو د اسوشېتد پريس خبري آژانس ته ويلي دي چې د اسرائيل بريدونو په مرکزي غزه کې ۲۰ فلسطينيان چې ۶ یې ماشومان دي، وژلي دي. زياته شوې ده چې ځيني دغه کسان په هغه ساحه کې وژل شوي دي چې د اسرائيل د پوځ له خوا د ظاهرا «خوندي ساحې» په توګه درجه بندي شوې وه.

په عين وخت کې د نصيرات په یوه مهاجر کمپ کې د توپخانې مرمۍ لګيدو له کبله ۱۲ کسان وژل شوي دي چې پنځه یې ماشومان دي. 

په دير البلح ښارګوټي او نږدې پراته مهاجر کمپ کې دا خونړي بريدونه په داسې حال کې شوي دي چې د امريکا، مصر او قطر منځګړي په دوحه کې له اسرائيلي چارواکو سره داوربند او يرغمل نیول شويو د آزادولو له پاره د يوه تړون د رامنځته کولو هڅه کوي.

آلمان وايي پر ښوونځي بريدونه «د منلو وړ نه دي»

آلماني چارواکو ويلي دي چې د اسرائيل له خوا د سې شنبې په ورځ ترسره شوی بريد د «منلو نه دی». دغه بريد پر هغه يوه ښوونځي شوی دی چې ملکيانو پکې پناه اخيستې وه.

د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د ايکس شبکې له لارې ويلي دي: «په ښوونځيو کې د پناه اخيستونکو وژل د منلو وړ نه دي. ملکيان په ځانګړي توګه ماشومان نه بايد په متقابلو نښتو کې بند پاته شي.»

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د وزارت له خوا همدا شان زياته شوې: «د اسرائيل د پوځ له خوا پر ښوونځيو تکراري بريدونه بايد ودريږي او ژر تر ژره یې په اړه پلټنې وشي.»

په غزه کې د انروا پر ودانۍ بريدونه

د اسرائيل پوځ د چهار شنبې په ورځ په غزه ښار کې خپل بريدونه ډېر کړي دي او په دې ترڅ کې د ملګرو ملتونو د فلسطينيانو د مرستې ادارې (UNRWA) ودانۍ هم هدف ګرځېدلې ده.

ياده اداره له تېر نيم کال راهېسې له دغه ودانۍ څخه استفاده نه کوي د اسرائيل دفاعي ځواک د ايکس شبکې له لارې ويلي دي چې د حماس د وسله والې ډلې له خوا کاريدونکی يو تونل تر دې ودانۍ لاندې وو.

د اسرائيل پوځ په ښاري سيمو کې د جنګیدو له کبله د ملکيانو د وژلو مسئوليت پر حماس ور اچولې دی. د اسرائيل پوځ ويلي دي چې ښوونځي ته څېرمه هوايي بريد او د ملکيانو تلفات تر ارزونې لاندې دي او ادعا یې کړې ده چې په دې بريد کې د حماس هغه وسله وال وژل شوی دی چې د اکتوبر پر ۷مه نيټه یې پر اسرائيل په ترسره شوي بريد کې ونډه درلودله. د اسرائيل په جنوب کې په دغو بريدونو کې تقریباً ۱۲۰۰ کسان هغه مهال ووژل شول.

د حماس تر کنترول لاندې غزې تراړې د روغتيا وزارت رپوټ ورکړی دی چې د اکتوبر له ۷مې نیټې راهېسې تر ۳۷۲۰۰ ډېر فلسطينيان وژل شوي دي. دغه وزارت د ملکیانو او جنګيالو ترمنځ توپير نه کوي.

اسرائيل، آلمان، امريکا متحده ایالاتو او يو شمير نورو هېوادونو د حماس ډله د يوه ترهګریز سازمان په توګه درجه بندي کړې ده.

ب. ص/ ن. ز (AP, AFP, Reuters)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب