1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: لاس انجلس ښار سره نژدې نهه تنه په ډزو وژل شوي

۱۴۰۱ بهمن ۲, یکشنبه

د شنبې په شپه د متحده آيالاتو لاس انجلس ښار سره څېرمه نهه تنه ووژل شول. په زرونو خلک د پوليسو په خبره د نوي سپوږميز کال لمانځلو ته راټول شوي ول چې يوه نارينه په کې ډزې پيل کړې.

https://p.dw.com/p/4MYMR
د پېښې ځای کې پوليس
د پېښې ځای کې پوليسانځور: Frederic J. Brown/AFP/Getty Images

د لاس انجلس سيمې د پوليسو مشر، باب بويزه، ويلي چې ډزې د شپې په کابو لس نيمو بجو رپوټ شوې او په موتېري پارک نومي ښارګوټي کې شوې دي. بويزه د يکشنبې په ورځ وويل چې ډزې يوه نارينه کړې دي. چارواکو په ساعتونو ساعتونو معلومات نه ورکول، خو پوليسو د دغسې رپوټونو په اړه خبرې کړې وې.

مونتېري پارک د ۶۰ زرو اوسېدونکو لرونکی يو ښارګوټي دی چې ډېر آسيايان په کې ژوند کوي. دغه ښارګوټی له لاس انجلس څخه ۱۶ کيلومتره لېرې پروت دی. سونګ اون چوي چې د پېښې له ځای څخه د سړک بل طرف ته د سمندري خوړو يو رستورانت لري، د لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې ته وويل چې درې تنه د ده رستورانت ته ورننوتل او ورته ويې ويل چې دروازه دې وتړي.امریکا افغانانو ته د ویزې غوښتنې بهیر اسانه کوي

دغو کسانو چوي ته وويل چې په ماشينګړې سنبال يوه سړي د سړک پورې غاړې ته ډزې کولې چې ډېر کارتوس او مرمۍ هم ورسره وې. چوي وويل فکر کوي چې ډزې ښايي د شپې په يوه کلب کې شوې وي. د شنبې په ورځ د دوو ورځو له پاره داسې يو فیستيوال پيل شو چې د کليفورنيا په سويل کې د نوي سپوږميز کال د مراسمو يوه برخه ده.   

د فرانس پریس د رپوټ له مخې، د لاس انجلس ولسوالۍ د پولیسو ادارې په یوه عاجله اعلاميه کې ويلي دي چې «نه کسان مړه شوي دي.» اعلاميې کې دا زیاته شوې چې تورن کس یو نارینه دی، خو دا چې لا هم آزاد دی که نيول شوی، څه نه دي ويل شوي. په اعلاميه کې ويل شوې چې «حاضردمه نور اضافي معلومات په اختیار کې نشته.»امریکا او جاپان غواړي خپله نظامي همکاري پراخه کړي

زیاته شوې چې د چيني نوي کال جشن کې د ګډون له پاره په لسونو زره کسان راغلي ول.
پر ټولنیزو رسنیو کې د پېښې د ځای ويډيوګانې خپرې شوي دي. په ويډیوګانو کې د عاجلو خدماتو پرسونل ښودل کيږي چې ژوبل شوو کسانو ته رسيدګي کوي او پولیس له کوڅو څخه لرې په دندو ګمارل شوي دي.

آ./م.ک.ص./ن.ص./ا.ا.