1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا او جاپان غواړي خپله نظامي همکاري پراخه کړي

۱۴۰۱ دی ۲۲, پنجشنبه

امریکا متحده ایالات غواړي په جاپان کي خپله نظامي توانايي لوړه کړي.

https://p.dw.com/p/4M4u1
US JapanUSA und Japan Verteidigungsminister Treffen in Washington DC
انځور: Alex Brandon/AP Photo/picture alliance

د امریکا د دفاع وزیر، لیود استین په واشنګټن کي د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال د دغه هیواد د خارجه وزیر، انتوني بلیکن او جاپان د دفاع او خارجه وزیرانو، یزوکازو هامادا او یوشیماسا هیاشي سره وویل چې د دې کار هدف دا دی چي په سیمه کي نظامي توانايي لوړه سي. 

د چین مخ پر ډیریدونکي قدرت طلبۍ او ادعاوو ته په کتو سره باید د اوکیناوا جزیرې په جنوبي برخه کي یو ډول د چټک غبرګون په ډول قواوي رامنځته سي.