1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

لاوروف د افغانستان د سولي پروسې په اړه پاکستان ته روان دی؟

۱۴۰۰ فروردین ۱۷, سه‌شنبه

د روسيې د بهرنيو چارو وزير په دوه ورځني سفر پاکستان ته روان دی او اټکل کیږي چې خبرې اترې په افغانستان کې سولې راتلو ته متمرکزه وي. له هغه سره د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړی استازی ضمير کابلوف هم ملگری دی.

https://p.dw.com/p/3rcT9
Afghanistan Konferenz in Moskau Lawrow
انځور: Reuters/S. Karpukhin

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د اپريل ۶مه) په يوه ويډيويي پيغام کي ويلي دي چي د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف به په دغه دوه ورځني سفر کي له لومړي وزير عمران خان او پوځ له مشر جنرال قمر باجوه سره ملاقات ولري.

د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سره په دغه سفر کي د افغانستان له پاره د روسيې ځانگړی استازی ضمير کابلوف هم ملگری دی.

قريشي ويلي دي چي پاکستان او روسيه د افغانستان د سولي پروسې له پاره گډ کار کوي.

روسيې د افغانستان د سولي په پروسه کي د مخکښ رول لوبولو په مخه خپلي هڅي گړندۍ کړي دي. مسکو په مارچ مياشت کي د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ يوې ورځنۍ غونډي کوربه وو.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف له «هندوستان ټايمز» ورځپاڼي سره په مرکه کي ويلي دي چي د افغانستان د سولي پروسې د پرمختگ په جريان کي مسکو تمه لري چي د امریکا متحده ايالاتو په گډون د سيمي د مهمو هيوادونو د متحد کېدو په موخه د «مسکو فارمټ» بيرته پيل کړي.

هغه وويل: «دغه ترکيب دا امکان برابروي چي له ملي روغي جوړي سره په پراخه سيمه ايزه کچه د مرستي چمتوالی همږی سي. لکه څرنگه چي د افغانستان د سولي پروسه پرمخ ځي، موږ پتېيلې ده چي دغه ميکانيزم بيا پرانيزو.»

لاوروف زياته کړه چي د افغانستان کړکېچ په حلولو کي هندوستان ډېر مهم رول لري او بايد د افغانستان د ملي پخلايني د پرمختگ له پاره په نړيوالو هڅو کي برخه واخلي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرگي لاوروف له هند څخه پاکستان ته سفر کوي.

دا په تيره نږدې يوه لسيزه کي پاکستان ته د روسيې د بهرنيو چارو د يوه وزير لومړی سفر دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي ويلي دي چي پاکستان ته د روسيې د بهرنيو چارو د وزير سفر د دواړو هيوادونو ترمنځ پر اړيکو باندي دلالت کوي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب