1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

طالبان د مسکو غونډي د اعلاميې له ځينو ټکو سره مخالف دي

۱۳۹۹ اسفند ۲۹, جمعه

د طالبانو استازو په مسکو کي تر غونډي وروسته په يوه خبري کنفرانس کي ويلي دي چي دوی د دې غونډي د پريکړه ليک له دوو ټکو سره مخالف دي.

https://p.dw.com/p/3qrjx
Russland Moskau Friedenskonferenz Afrghanistan
انځور: Mojib Rahimi

د روسيې انترفکس خبري آژانس ليکلي دي چي د مسکو په غونډه کي د طالبانو د سياسي دفتر غړي سهيل شاهين تر غونډي وروسته ويلي دي چي دوی د مسکو د «ترويکا» غونډي د پريکړه ليک له دوو ټکو: اسلامي امارت له بيا رامنځته کېدو څخه انکار او له پسرلنيو عملياتو څخه د ډډه کولو ملاتړ نه کوي.

هغه په مسکو کي د خبري کنفرانس پرمهال وويل: «دا روښانه ده چي موږ له دغو ټکو سره موافق نه يو، داسي ټکي سته چي موږ ورسره موافق يو، خو له دغو سره نه.»

هغه زياته کړه: «پريکړه به د افغانستان وگړي کوي، چي څه ډول حکومت رامنځته کړي. په دوحه کي د دې ستونزي د حل له پاره خبري رواني دي.»

آژانس ليکلي دي، چي شاهين ټينگار وکړ چي دوی دا نه سي منلای چي د افغانستان د حکومت د څرنگوالی پريکړه دي له دباندي څخه تحميل سي.

په افغانستان کي د سولي خبرو اترو د پرمختگ له پاره په مسکو کي د ترويکا غونډي په گډه اعلاميه کي له طالبانو څخه غوښتل سوي دي چي د تلفاتو د مخنيوي په موخه دي له پسرلنيو عملياتو څخه ډډه وسي.

د اعلاميې په يوه بله برخه کي راغلي دي: «لکه څرنگه چي د ملگرو ملتونو د ۲۰۲۰م کال په ۲۵۱۳ قطعنامه کي راغلي دي، موږ د اسلامي امارت د بيا رامنځته کېدو ملاتړ نه کوو او د افغانستان پر اسلامي جمهوريت او د سولي پر عالي شورا ږغ کوو چي له طالبانو سره د خبرو له لاري يوه جوړجاړي ته ورسيږي.»

مسکو ته تللي د افغان حکومت استازو ويلي دي چي دوی د جمعې په ورځ په مسکو کي له طالبانو سره توافق ته رسېدلي دي چي د سولي پروسې خبري گړندۍ کړي.

د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله بيا د روسيې له «ريا» خبري آژانس سره په خبرو کي ويلي دي: «موږ د سولي پروسې گړندي کيدو ته خپل چمتووالی وښود او طالبانو هم دا کار وکړ.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب