1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

حکمتیار: اوس له طالبانو سره خبري کيدای سي

۱۳۹۹ اسفند ۲۹, جمعه

د افغانستان په اړه د مسکو په کنفرانس کي افغان حکومت او طالبانو په دغه هیواد کي د سولي د پروسې په اړه مشورې وکړې. د افغانستان د هیئت غړي ګلبدین حکمتیار ویلي، د مسکوغونډي له طالبانو سره په خبرو کې «بن بست» مات کړ.

https://p.dw.com/p/3qr13
Afghanistan Gulbeddin Hekmatjar, Rückkehr nach Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

د روسیې، امریکا متحده ایالاتو، چین او پاکستان په گډون منځګړو هیوادونو تر دغو خبرو اترو وروسته له دواړو خواوو څخه د زورزیاتي د بندیدو غوښتنه وکړه.

د مسکو غونډه په دې هدف ترسره سوه چي له خنډونو سره مخامخ سوې د سولې پروسه له سره پیل او افغان حکومت او طالبان دې ته وهڅول سي چي د قدرت پر تقسیم پر یوه شکل سره یو سي.

د غونډي کډونوالو تر غونډي وروسته په یوه ګډه اعلامیه کي وویل: »موږ د طالبانو له غورځنګ څخه هیله کوو چي پسرلني عملیات پيل نه کړي او د یوه سیاسي حل له پاره دي یوه مناسبه فضا رامنځته کړي.«

واشنګټن افغان دښمنو اړخونو ته د طالبانو په ګډون د یوه مؤقتي حکومت د جوړیدو وړاندیز کړی. خو د مسکو په ملاتړ دغه ډول وړاندیز ته افغان چارواکي په انتقادي سترګه ګوري. ددغي غونډي په پیل کي د سولې د شورا مشر عبدالله عبدالله ویلي چي کابل غواړي د دواړو خواوو ترمنځ خبري اتري دي تر دوحې په يو بل ډول فضا کي ترسره سي.

Russland Moskau Friedenskonferenz Afrghanistan
په مسکو کی د افغانستان په اړه غونډهانځور: Mojib Rahimi

د طالبانو د هیئت مشر ملا عبدالغني برادر غوښتنه کړې چي افغانان باید خپل سرنوشت پخپله وټاکي. د طالبانو یوه ویاند په تویتر کي لیکي: »نړۍ باید اسلامي ارزښتونه او د افغان اولس خپلواکي او ملي ګټي په نظر کي ونیسي.«

د ۲۰۲۰م کال په فبروري مياشت کي په دوحه کي رامنځته سوي تړون کي راغلي چي د می میاشتي تر لومړۍ نیټې به ټوله امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وزي، خو په دې شرط چي طالبان به د امنیت راوستلو ډاډمنتیا ورکوي، د مثال په ډول د القاعده شبکې سره ارتباطات قطع کیدل او د افغان حکومت سره د سولي د خبرو شروع کیدل.

د مختلفو پلاوو تر منلو وروسته، د روسیې خارجه وزیر سیرګي لاوروف له واشنګټن او طالبانو څخه غوښتي چي د هغه تړون شرایطو ته ژمن پاته سي چې د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کي په قطر کي لاسليک سو.

GP/NZ/AG