1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

زلمی خلیلزاد خپلې دندې ته ادامه ورکوي

۱۳۹۹ بهمن ۹, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو نوي حکومت زلمي خلیلزاد ته ویلي دي چې خپل کار ته ادامه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې د متحده ایالاتو نوي حکومت له طالبانو سره تړون ته له سره د غور کولو خبره کړې ده.

https://p.dw.com/p/3oVeQ
Kabul Afghanistan politische Debatte TV
انځور: Getty Images/W. Kohsar

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو نوي وزیر انتوني بلینکن، د چهارشنبې ورځ په خپل لومړني مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې «موږ له هغه [زلمي خلیلزاد] غوښتي دي چې خپل مهم کار ته ادامه ورکړي.»

خلیلزاد له طالبانو سره د څو پړاوه مذاکراتو وروسته یوه توافق ته رسیدلی وو. د متحده ایالاتو نوی حکومت اوس دغه تړون بیا ارزول غواړي.

زلمی خلیلزاد چې په خټه افغان دی، د ترمپ د حکومت دمخه د جورج ډبلیو بوش په حکومت کې په ملګرو ملتونو، عراق او افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر پاتې شوی دی. د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ له خوا خلیلزاد ته له طالبانو سره د مذاکراتو د ترسره کولو دنده وسپارل شوه. ترمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو ژمنه کړې وه.

د تیر میلادي کال د فبرورۍ په ۲۹مه متحده ایالاتو له طالبانو سره یو تړون لاسلیک کړ. هغه مهال متحده ایالاتو د سږني کال تر نیمایي پورې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ډاډ ورکړی وو. د دې په بدل کې طالبانو ژمنه کړې وه چې افغانستان به د القاعدې په څیر ترهګرو ډلو ټپلو په پټنځای نه اوړي. پر دې سربیره طالبانو له افغان حکومت سره د مستقیمو مذاکراتو د پیلیدو خبره هم کړې وه.

اړونده موضوع: د غني او خلیلزاد ترمنځ د نه لېدنې ترشا اصلي لامل څه دی؟

د فرانس خبري آژانس د رپوټ له مخې بلینکن، په خپلو څرګندونو کې پر دې ټینګار وکړ چې د امریکا نوي حکومت د دغه تړون ځینې برخې لا نه دي لوستي. هغه یادونه وکړه چې «موږ باید پر دې پوهه شو» چې د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ شوي تړون کې دقیقا پر څه باندې توافق شوی. د هغه په خبره پر دې باید پوهه شو چې په دغه تړون کې د طالبانو له لوري کومې ژمنې شوي او همداشان د متحده ایالاتو له لوري په شوو ژمنو هم پوهیدل په کار دي.

که څه هم طالبانو له افغان حکومت سره خبرې پيل کړي دي، خو په افغانستان کې د تاوتریخوالي لړۍ همداسې ادامه لري. خو پر دې سربیره هم متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر راکم کړ، چې دمخه یې اعلان کړی وو. د ترمپ د دورې تر خمتیدو پنځه ورځې دمخه متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر ۲۵۰۰ عسکرو ته راښکته کړ. دا لومړی وار دی چې په ۲۰۰۱م کال کې د دغه جګړې له پېل راهیسې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمیر دومره راټیټیږي.