1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد: هدفي وژني د سولي پروسې ته زيان دي

۱۳۹۹ دی ۵, جمعه

زلمي خليلزاد په کابل او نورو ولایتونو کې د هدفي وژنو ډېرښت ته غبرګون ښوولی دی او ويلي يې دي چې دغه ډول وژنې بايد توقف شي. هغه زیاته کړې ده چې دغه ډول وژنې د سولې پروسې ته زیان رسوي.

https://p.dw.com/p/3nD54
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

 زلمي خليلزاد په خپل تازه ټويټري پيغامونو کې په افغانستان کې د ورستيو هدفي وژنو په غبرګون کې ليکلي دي چې دغه ډول ترورونه او هدفي وژنې بايد توقف شي. هغه زياته کړې: «د افغانستان خلک سوله غواړي. اوربند او سیاسي توافق اوس هم يو فوري ضرورت دی.»

خليلزاد په خپل ټويټري پيغامونو کې چې په دري او انګليسي ژبو يې لیکلي دي د فیفا د اجرائيه مشر یوسف رشيد او د ښځو د حقونو د فعالې فرشته کوهستاني يادونې کړي دي: «هر ټولنه د یوسف او فرشتې په څير افرادو ته اړتیا لري... دوی نه بايد په بيرې او رعب کې ژوند وکړي او یا له دې نه په بد حالت کې ووژل شي.»

یوسف رشید د دسمپر پر ۲۳مه په کابل ښار کې ترور شو او فرشته کوهستانۍ تر هغه يوه ورځ وروسته په کاپیسا ولایت کې د ناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ووژل شوه.

په تيرو نژدې ورځو کې د کابل په ګډون په غزني او هلمند کې خبريالان هم ترور شوي دي. د دې ترڅنګ په ورستيو اوونيو کې کابل ښار د چسپکي بمونو، چاودنو او توغنديزو بریدونو شاهد وو.

Afghanistan Feeshte Kuhestani
فرشته کوهستانيانځور: Facebook/Feeshte Kuhestani

خليلزاد دغه وضعيت ته په کتو ويلي دي: «زه له ښکيلو خواوو څخه غواړم چې خپلې هڅې دوه برابره کړي. موږ مرستې ته تیار یوو.»

هغه خبرداری ورکړ چې له دا ډول تاوتريخوالی سره ژوند کول، د وحم د ایجاد سبب کيږي او له دې سره به افغانان مجبور شي چې خپل هيواد پريږدي. هغه زیاته کړې: «په دې صورت کې به بيا دلته څوک د حقوق او آزادۍ د ترويج له پاره پاتې شي؟ دا د يوې ټولنې د رفاه او نیکبختۍلار نه ده.»

د چارواکو غندنې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم د فیفا د اجرائيه رئيس محمد یوسف رشید او د مدني فعالې فرشتې کوهستاني وژنې غندلي دي. د دغې شورا په اعلاميه کې د عبدالله له قوله لیکل شوي: «د سیاسي او مدني فعالانو د ترورونو ډيريدل د سختي انديښنې وړ ده. د دا ډول وژنو ادامه د نه منلو ده.»

په اعلامیه کې زياته شوې چې د افغانستان امنيتي ارګانونه مسئوليت لري چې د مدني او سیاسي فعالانو د دا ډول زنجيره يې وژنو مخنیوی وکړي.

Symbolbild gefährliche Arbeitsbedingungen für Journalisten
په افغانستان کې په وروستیو کې د خبریالانو او مدني فعالانو د ترورنو په ډيريدو سره د دغې ټولنې انديښنې زياتې شوي ديانځور: AFP/Getty Images/P. Baz

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ویاند، طارق آرین، وايي چې ميرمن کوهستانۍ د پنجشنبې ورځې په مازديګر(۲۰۲۰م کال د دسمبر ۲۴مه)  شاوخوا ۵ بجې د کاپیسا ولایت د کوهستان ولسوالۍ په ده نو کلي کې ناپيژاندو موټرسايکل سپرو له خوا په ډزو ووژل شوه.

زياته شوې وه چې ميرمن کوهستاني دغه کلي ته بېوزلو خلکو سره د مرستو له پاره تللې وه. په پيښه کې د هغې ورور ټپي شوی دی.

د فعالانو انديښنې

په وروستيو کې په افغانستان کې د هدفي وژنو په ډيريدو سره د خلکو، په ځانګړې توګه د مدني فعالانو، خبريالانو او د سیاسي چاروکارپوهانو انديښنې ډيرې کړي دي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو کارپوه احمد سعيدي په دې اړه خپله ژوره انديښنه ښکاره کړې ده. هغه تازه په خپله فیسبوک پاڼه ليکلي دي چې په حقیقت کې نور ورته ژوند کول او د ژوند ادامه ډيره سخته شوې ده. سعيدي ليکلي دي: «له دوو ورځو راهيسې مې د ځان سانسور کول غوره ګڼلي او په يوه محفوظ ځای کې ساتل کيږم.»  سعيدی لیکلي دي چې عمر مې ۶۵ کاله دی او له مرګه هيڅ ويره نه لرم، خو د ترور مرګ به راته ډير له درده ډک وي.

آژانسونه/ م.ک.ص./ن.ز.