1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د غني او خلیلزاد ترمنځ د نه لېدنې ترشا اصلي لامل څه دی؟

۱۳۹۹ دی ۱۸, پنجشنبه

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له تېرو دریو ورځو راهيسي په کابل کې دی، خو تراوسه یې له ولسمشر غني سره نه دي کتلي. دليل يې څه دی؟

https://p.dw.com/p/3ndy2
Bildkombo Afghanistan | Zalmay Khalilzad & Ashraf Ghani

د افغانستان د سولي له پاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تراوسه د ملي روغې جوړي شورا له مشر عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي، پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف او ځينو نورو سیاستوالو سره کتلي دي، خو تراوسه یې له ولسمشر غني سره کتنه نه ده شوې.

په تېرو دریو ورځو کې د ولسمشر غني او خلیلزاد ترمنځ نه لېدنې پوښتني راټوکولي. ځینو رسنیو خو ان دا رپوټ هم ورکړی چې ولسمشر غني نه غواړي له خلیلزاد سره وګوري.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د ارګ د مرستیال ویاند دوا خان مینه پال نظر واخلو، خو هغه د مکررو اړیکو نه ځوابولو سربیره زموږ هغه پوښتنې هم ځواب نه کړې چې په لیکلې بڼه ورلیږل شوې وې.

د ولسمشر غني او خلیلزاد ترمنځ اختلاف پرڅه دی؟

هاخوا د چارو یوشمېر کتونکي وايي چې د سولې روان بهیر د څرنګوالي پرسر د کابل او واشنګټن ترمنځ اختلافات ډیر شوي.

Afghanistan Zalmay Khalilzad in Kabul
د افغانستان له پاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زادانځور: AFP/W. Kohsar

سیاسي شنونکي عنایت الله کاکړ دویچه ویله ته وویل چې اوس د افغان سولې بهیر هغه پړاو ته رسېدلی چې باید په یو ژور بدلون سره دوام ومومي: «زما د معلوماتو له مخې، امریکایان پلان لري د مذاکراتو د پيل په درشل کې کله چې د راتلونکي نظام په اړه د افغانانو ترمنځ یوه هوکړه رامنځته شي، نو ددې هوکړې د پلې کولو له پاره باید یو موقتي میکانیزم یا یوه موقتي اداره رامنځته شي چې د ټولو ډلو استازیتوب به کوي، خو ولسمشر غني هڅه کوي چې طالبان د هغه په ټیم کې جذب شي.»

د کاکړ په وینا اوسمهال د ولسمشر غني پر اداره نه طالبان باور لري او نه هم نور سیاسي اړخونه، نو ځکه ددغسې لنډمهالي ادارې په رامنځته کېدو سره ولسمشر غني څنډې ته کیږي او یا هم له واکه لرې کیږي.

کاکړ زیاتوي ولسمشر غني لاهم هڅه کوي چې په واک کې د پاتېدو له پاره د جوبایډن په مشرتوب د امریکا د نوي حکومت ملاتړ خپل کړي، خو ښايي دا کار ناشونی وي.

سیاسي شنونکی نورالرحمن لیوال هم په دې باور دی چې په دوحه کې اوس پر دې خبرې روانې دي چې واک څه ډول وویشل شي.

لیوال دویچه ویله ته د ولسمشر غني او خلیلزاد ترمنځ د نه لېدنې لامل په اړه وویل: «ټوله خبره په ځای ناستي یا موقت حکومت کې ده، خلیلزاد غواړي ارګ ته دا پيغام ورکړي او هم ورسره مشوره وکړي خو ددې مشورې اوریدو ته غني تیار نه دی او نه غواړي چې خلیلزاد سره وګوري.»

Afghanistan Habiba Sarabi beim Friedensgesprächen mit den Taliban in Doha
د چارو یوشمېر کتونکي وايي چې د سولې روان بهیر د څرنګوالي پرسر د کابل او واشنګټن ترمنځ اختلافات ډیر شوي - آرشيفانځور: Habiba Sarabi

د لنډمهالي حکومت طرحه له پخوا د افغان سیاستوالو ترمنځ تر بحث لاندې ده، هغه څه چې افغان حکومت یې تل یوه ناکامه تجربه بولي.

خو ولسمشر غني څه وايي؟

په همدې حال کې ولسمشر محمد اشرف غني نن پنجشنبې (۲۰۲۱م کال د جنورۍ ۷مه) په ننګرهار کې وویل چې د افغانستان له پاره پر ځای او مثبته سوله تر اوبو او هوا هم اړینه ده.

غني د سولې څرنګوالي او د موقت حکومت په اړه څه ونه ویل، خو خپل ځای ناستي ته یې پر قانوني واک لېږدونې ټینګار وکړ: «زما ټوله وظیفه او دنده داده چې د ولس په اراده باندې دولت خپل جانشین ته په قانوني توګه وسپارم.»

غني یوځل بیا ټینګار وکړ چې جمهوریت او ولسواکي د ټولو افغانانو ګډه پانګه ده.

ولسمشر طالبان مخاطب کړل چې اوسنی افغانستان د نویمو کلونو افغانستان نه دی او پرهغوی یې غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او افغان ولس سره دې یوځای شي.

اسماعیل شاکر – کابل