1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

ترکیه د نړیوالو مافیایي ډلو په مرکز بدلیدونکې ده؟

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

د بالکان، قفقاز او عربي نړۍ منظمو مافیایي ډلو ترکیه د خپلو فعالیتونو مرکز ګرځولې ده. ترکیه نه یوازې دا چې د آسیا او اروپا ترمنځ د یوه نښلونکي پُل حیثیت لري، بلکې د مختلفو لاملونو له کبله د نړۍ یو ځانګړی هیواد دی.

https://p.dw.com/p/4Jr0B
Türkei Explosion in Istanbul
انځور: Kemal Aslan/REUTERS

ترکیې تل د اسیا او اروپا تر منځ د یوه داسې څلورلارې رول لرلی دی چې په تجارتي، سیاحتي او کلتوري فعالیتونو کې یې بی سارې فرصتونه برابرې کړي دي.

تر ټولو نوې پيښه

د اکتوبر میاشتې په ۴ نیټه د نشه یي توکو د یوه شکمن سربیایي سوداګر سلکو بؤژانچ، د نیولو امر صادر شوی و چې هغه بيا د ترکیې په استانبول ښار کې ونیول شو.

د مخدره موادو دغه قاچاقبر د ترکیې پاسپورت درلود. د هغه د نیول کیدو خبر یوه غوغا راپورته کړه. د دغه خبر تر عام کیدو وروسته د ترکیې د اپوزیسیون یوه مشر کمال کیلیچ دوراُغلو، په خپل یوه تویتري پيغام کې ولیکل: «له ټولې نړۍ څخه جنایتکاران زمونږ ښارونو پورې رسیدلي دي.» هغه په خپل تویتر کې زیاته کړې ده: «زمونږ له ښارونو څخه ووځه. مونږ به تا تباه او برباد کړو. خپلې تورې پيسې دې له ځان سره يویسه.»

اړوند: هغه مهاجر چې له قاچاقبر سره یې مرسته کړې وه، مجرم وپیژندل شو

په حقیقت کې د کلونو راهیسې وار په وار داسې اشارې ترلاسه کیږي چې د نړیوالو جنایتکاره ډلو ډیر شمیر مشران او غړي له ترکیې څخه د یوې اډې په توګه استفاده کوي.

په دې وروستیو کلونو کې د قتل له ډیر شمیر واقعاتو څخه په مافیا پورې د اړوندو معاملاتو او فعالیتونو اټکل کیدلی شي. د بیلګې په توګه د سپټمبر په ۷ نیټه د سربیا یو مشهور جنایتکار ژوان ووکوتچ په استانبول کې وژل شوی و. دا په بالکان کې د مخدره موادو د تر ټولو بدنامه ډلې مشر ګڼل کیده. همدارنګه مخکې تر دې په ۲۰۱۸م کال کې د جورجیا یا ګرجستان د یوې مشهورې مافیایي ډلې مشر ګیوز زویادادزی، د ترکیې په استانبول ښار کې وژل شوی و.

ولې ترکیه د جنایتکارانو مرکز دی؟

ولې ترکیه د جنایتکاره افرادو له پاره د یوې اډې حیثیت لري؟ په دې اړه د ترکیې د ښاري پولیسو یوه پخواني مشر ایدرن ایسکیشیهر دویچه ویله سره په خبرو کې د استانبول ښار د تجارتي، کلتوري او سیاحتي اهمیت او د پراخوالي په هکله معلومات شریک کړل.

هغه وویل چې د رسمي شمیرو له مخې په دې ښار کې ۱۶ میلیونه انسانان ژوند کوي: «استانبول ته د خلکو تګ راتګ ډیر زیات دی. هر قسمه خلک دلته راځي او په دوی کې ډیر داسې کسان وي چې د جرمونو له نړۍ سره تعلق لري.»

اړوند: په ترکیه کې د داعش ۱۰۰ تنه شکمن جهادیان نیول شوي

د ایدرن ایسکیشیهر په وینا په تیرو کلونو کې د ترکیې په ښارونو کې د بهرنیو جنایتکارانو شمیر زیات شوی دی، په ځانګړي توګه د پخواني شوري اتحاد له هیوادونو، بالکان او عربي هیوادونو څخه د راتلونکو مافیايي ډلو په فعالیتونو کې په غیر عادي ډول زیاتوالی رامنځته شوی دی.

یوه ژورنالیست تیمور سویکان هم له دویچه ویله سره په خبرو کې د دې مطلب په تائیدولو سره وویل: «په ترکیه کې د تر ټولو ډیرو فعالو جنایتکاره ډلو اکثریت یي په بالکان او قفقاز پورې تعلق لري.»

سویکان د BirGün ورځپاڼې له پاره لیکنې کوي. د هغه په حواله ترکیه د بالکاني مافیا له پاره په یوه آسانه هدف بدل شوې ده، چې اساسي دلیل یي د دغه هیواد جغرافیایي موقعیت دی، ځکه په خبره یي د نشه یي توکو د قاچاق مختلفې لارې دلته له یوه بل سره یوځای کیږي.

کمزوری جمهوریت

ترکیه یو کمزورې جمهوریت ګڼل کیږي. همدا علت دی چې په دغه هیواد کې مختلفې مافیایي ډلې فعاله دي.

د ترکیې د استخباراتو پخواني مرستیال مشر سیوت اونش، له دویچه ویله سره په خبرو کې دا پوښتنه مطرح کړه چې جنایتکاره ډلې په څه ډول چاپيریال کې کار کول خوښوي؟

د خپلې دې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل: «چیرې چې د قانون حاکمیت نه وي، چیرې چې هغوي پخپله له دولتي ادارو سره ارتباطات ټينګولی شي.»

د سیوت اونش اشاره د هغو اټکلونو خوا ته وه چې په حواله یي د مافیا او ترکیې د حکومت تر منځ پټ ارتباطات موجود دي. له دغو اړیکو څخه په استفادې مافیایي ډلې کولی شي چې په ترکیې کې په اسانۍ سره خپل فعالیتونه پرمخ یوسي.

په دې وروستیو کې د مافیایي ډلې د یوه مشر سدات پیکر، له خوا د حکومت او سازمان شوو جنایتکاره ډلو ترمنځ د ارتباط خبر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی و.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص