1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

هغه مهاجر چې له قاچاقبر سره یې مرسته کړې وه، مجرم وګڼل شو

۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعه

د آلمان عالي فدرالي محکمې د یوه حکم په صادرولو سره ویلي چې هر کله چې یو مهاجر له قاچاقبر سره مرسته وکړي، ځان د هغه په جرم کې شریکوي. د محکمې دغه حکم د یوه افغان مهاجر د استناف د محکمې پرمهال صادر شوی دی.

https://p.dw.com/p/3T5bf
Bootsflüchtlinge auf dem Mittelmeer
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Calvo

د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۱۴مه نیټه) د آلمان عالي فدرالي محکمې د دې هیواد په کارلسروهه ښار کې په خپل دغه حکم سره د یوه افغان مهاجر د استناف غوښتنه رد کړه. دغه افغان کس تر دې وړاندې د آلمان په اوسنابروک ایالت کې د یوې محمې له لوري د انسانانو له قاچاقبر سره پر مرستې چې په پایله کې یې یوه خونړۍ پیښه رامنځته شوې وه، په یو نیم کال تعلیقي بند محکوم شوی وو.

دغه افغان کس په خپله هم مهاجر وو او له انساني قاچبرانو سره یې د دوو میرمنو او څلورو ماشومانو د انتقال په برخه کې د منځګړي او ارتباطي کس نقش لوبولی وو.

د ۲۰۱۶م کال په جنوري میاشت کې نوموړي افغان وګړي، له یادو دوو میرمنو او د دوی له څلورو اولادونو سره په ګډه د ترکیې به بندري ښار بودروم څخه د یونان د یوې جزیرې په لوری حرکت کړی وو. په سمندر کې په یاده کښتۍ کې ۶۰ تنه سپاره وو چې د یونان ته تر رسیدو وړاندې په اوبو کې ډوبه شوه او په پایله کې یې د یادو دوو میرمنو او څلورو اولادونو په ګډون لږ تر لږه ۳۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. تر پیښې وروسته  تورن کس د ۲۳ نورو پناه غوښتونو سره یو ځای، د یونان د ساحلي ګارد له لوري وژغورل شول.

Deutschland Bundesgerichtshof in Karlsruhe
انځور: picture-alliance/dpa/C. Schmidt

محکمې د قاضیانو د پلاوي مشر یورګن شیفر د یوې غمیزې خبره وکړه او ویې ویل: «تورن کس په عین وخت کې هم قرباني او هم مجرم دی.» نوموړي افغان کس له یادو دوو میرمنو سره د بکسونو د انتقال او د خوراکي توکو په برابرولو کې مرسته کړې وه. نوموړي کس د خپل دغه کار په بدل کې هیڅ راز مالي عاید نه وو ترلاسه کړی او د خپل سفر له پاره یې هم انساني قاچبرانو ته پیسې ورکړې وې.

د نوموړي افغان کس مدافع وکیل بیا استدلال کړی چې موکل یې له نورو انسانانو سره په سخت وخت کې له مرستې پرته بل کار نه دی کړی. د آلمان د عالي فدرالي محکمې په دغه حکم سره د ایالتي محکمې پخوانۍ پریکړه اوس عملي بڼه غوره کوي.

DPA/AKH/AWA