1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې د داعش ۱۰۰ تنه شکمن جهادیان نیول شوي

۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبه

په ترکیه کې د ټول هیواد په کچه د پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې د «اسلامي دولت» ترهګرې ډلې شاوخوا ۱۰۰ تنه شکمن غړي نیول شوي دي چې ډیری یې د عراق اتباع دي. په دغو عملیاتو کې په سلګونو پولیسو برخه اخیستې ده.

https://p.dw.com/p/3VUtk
Türkei Verhaftung mutmaßlicher IS-Kämpfer
انځور: Getty Images/AFPB. Kilic

د ترکیي دولتي خبري آژانس «انادولو» رپوټ ورکړی دی چې ۳۳ شکمن کسان یوازې د انقرې په ایالت کې نیول شوي دي. په نیول شویو کسانو کې عراقي اتباع او همدارنګه دوه تنه سوریایان او یو تن مراکشی شامل دي. پاتې شکمن جنګیالي په باتمان، کایصاري او ادانا ایالتونو کې نیول شوي دي.

۴۰۰ تنه پولیسو یوازې د سویل ختیځ ایالت باتمان په عملیاتو کې برخه اخیستې وه. په دغو عملیاتو کې وسلې، کارتوس او اسناد ترلاسه او ضبط شوي دي. مخکې تر دې تیره اونې د ترکيي پولیسو د لویو پلټونکو عملیاتو په ترڅ کې د «اسلامي دولت» ډلې ۲۰ تنه جنګیالي نیولي وو.

په ۲۰۱۷م کې د نوي کال په شپه په استانبول کې پر«راینا» نایټ کلپ تر برید وروسته پولیسو په اصطلاح د ترهګرو ښکار پيل کړی دی. په دې پيښه کې ۳۹ تنه وژل شوي وو. د «اسلامي دولت» ډلې د دې برید مسئولیت منلی وو.

د ترکيي حکومت په دې وروستیو وختونو کې خپلې هڅې زیاتې کړي دي تر څو د داعش ډلې نیول شوي جنګیالي او غړي بیرته خپلو اړوندو هیوادونو ته واستوي. همدارنګه د دغې ډلې هغه جنګیالي چې د آلمان تابعیت لري هم باید بیرته خپل هیواد ته واستول شي. همدا له عیسوي اختر لږ مخکې ترکیې یو تن چې ادعا کیږي ترهګر دی د آلمان مونشن ښار ته اخراج کړ.

د انقرې حکومت پر اروپایي هیوادونو د هغو له جملې څخه پر بریتانیي او هالنډ تور لګوي چې د «اسلامي دولت» ډلې د جنګیالیو په باب له مسئولیت څخه د ځان خلاصولو په خاطر یې د دوی تابعیت لغوه کړی او یا یي هم له بیرته منلو څخه انکار کړی دی.

په دې نږدې وختونو کې د ترکیي د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو، ویلي وو چې ترکیه «د داعش د غړو هوټل نه دی».

 (bs/sn (afp, rtr,dpa