1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

داعش په کابل کي د پاکستان پر سفارت د بريد مسئوليت منلی

۱۴۰۱ آذر ۱۳, یکشنبه

داعش ويلي دي چي د جمعې په ورځ په کابل کي د پاکستان پر سفارت بريد د دغې ډلې له خوا شوی دی. واشنګټن بيا دغه بريد غندلی دی.

https://p.dw.com/p/4KRpY
Afghanistan I Pakistanische Botschaft in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د داعش ډلې د ټليګرام مسنجر له لاري يو پيغام خپور کړی دی، په کوم کښي چي دغي وسله واله ډلې د پاکستان پر سفارت د جمعې ورځي (د ۲۰۲۲ کال د دسامبر دويمه نېټه) د بريد مسئوليت منلی دی. دا خبر د رويترز خبري آژانس له خوا خپور شوی دی.

د پاکستان پر سفارت د جمعې په ورځ وسله وال بريد وشو چي په ترڅ کي يو ساتونکی ژوبل شو. اسلام آباد دغه بريد د خپل سفير د وژلو هڅه وبلله. د پاکستان سفير په دغه بريد کي نه دی ژوبل شوی.

پاکستان پر خپل سفارت د حملې په اړه له طالبانو د اقداماتو غوښتنه کړې

داعش ادعا کړې ده چي دغه بريد د دغې ډلې د دوو داسې جنګياليو له خوا شوی دی چي د نورو تر څنګ په نښان ويشتونکو وسلو هم سنبال ول. يادي ډلې ويلي دي چي د دوی اصلي هدف د پاکستان سفير او د هغه ساتونکي ول څوک چي د سفارت غولي ته راوتلي ول.

طالب چارواکو ويلي دي چي دوی د پيښي پلټنې پېل کړي دي او دا چي د پاکستان پر سفارت ډزي له يوې نژدې ودانۍ څخه شوې دي. پوليس وايي چي يو مشکوک کس يې نېولی دی چي دوې وسلې ورسره وې.

داعش ويلي دي چي په دغه بريد کي يې لږ تر لږه يو ساتونکی ژوبل کړی او د سفارت ودانۍ ته يې زيان اړولی دی.

امريکا د پاکستاني طالبانو او القاعدې څلور مشران د نړيوالو ترهګرو په توګه نومولي

د پاکستان د باندنيو چارو وزارت ويلي دي چي دوی د داعش له خوا د دغه بريد د مسئوليت منلو پيغام ليدلی وو. دغه وزارت په خپل پيغام کي ويلي دي چي د داعش له خوا د بريد د مسئوليت منل کېدلو د پيغام موضوع يې په خپلواکه توګه او د طالب چارواکو سره تر خبرو وروسته ځان ته جوته کړې وه. په پيغام کي زياته شوې چي دغه بريد په سيمه کي د وسله والو پر فعاليت او د ګواښ پر شتون دلالت کوي.

پاکستان ويلي ول چي د دغه هيواد د حکومت مخالف قوتونه په ګاونډي هيواد افغانستان کي له خپلو پټنځايونو  د پاکستان پر ضد بريدونه تنظيموي.

د پاکستان د بانديو چارو وزارت ويلي: «موږ بايد ټول په مشترکه او قاطع توګ د دغه خطر د ماتولو لپاره عمل وکړو.»

د اسوشيېتد پريس د خبر له مخي د امريکا د متحده ايالاتو د باندنيو چارو د وزارت وياند نېډ پرايس د جمعې په ورځ په واشنګټن کي د کابل وسله وال بريد غندلی او ويلي يې ول: «موږ خپله خواخوږي ښيو او د هغو د بېرته ژر رغېدو هيله کوو چي ژوبل شوي دي.» دغه وياند زياته کړه چي واشنګټن پر سفارت د بريد له کبله «ژور اندېښمن دی». هغه د دغې پيښي د شفافې پلټنې غوښتنه وکړه.

د متحده ايالاتو له خوا د افغانستان د چارو مسئولي کارېن ډېکر هم د پاکستان پر سفارت بريد غندلی دی. هغې په ټويټر پاڼه کي ليکلي چي بايد «د دغي پيښي شفافه پلټنه وشي.»

آ./ا.ا./ن.ص.