1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

امريکا د ټي ټي پي او القاعدې مشران د ترهګرو په توګه نومولي

۱۴۰۱ آذر ۱۱, جمعه

امريکا د تحريک طالبان پاکستان او په آسيا کې د القاعدې څلور مشران د نړيوالو ترهګرو په توګه نومولي دي. واشنګټن همدا راز له افغانستان څخه د ګواښو زياتيدو له کبله د عملي ګامونو د پورته کولو هوډ هم څرګند کړی دی.

https://p.dw.com/p/4KNEc
آرشيف انځور: پاکستاني طالبان
آرشيف انځور: پاکستاني طالبانانځور: picture-alliance/dpa/Ttp

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د يوه حکم په جاري کولو سره د تحريک طالبان پاکستان (TTP)  ډلې دويم لوړ پوړی مشر مفتي حضرت دروجي چې د قاري امجد په نوم شهرت لري، د نړيوال ترهګر په توګه نومولی دی.

له هغه وخت راهيسي چې افغان طالبان بيا په افغانستان کې واک ته رسېدلي دي، د ټي ټي پي ډله چې له تېرو پنځلسو کلونو راهېسې په خونړيو کړنو بوخته ده، خپل فعاليت او بريدونه ډېر کړي دي.

په کوټه کې ځانمرګي بريد سخته مرګ ژوبله اړولې ده

د امريکایي چارواکو په حواله قاري امجد د پاکستان په خیبر پښتونخوا ایالت کې د منع کړل شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان د جنګيالو او عملياتو نظارت پر غاړه لري.

امريکا د القاعدې د هند او پاکستان د برخې (AQIS)  امير يا مشر اسامه محمود، مرستيال مشر عاطف يحی غوري او د القاعدې د جلب او جذب د څانګې مشر محمد معروف هم د نړيوالو ترهګرو په توګه درجه بندي کړي دي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن د يوې اعلامیې په ترڅ کې وويل د يادو شويو کسانو د نړيوالو ترهګرو په نوملړ کې د شاملولو څخه موخه د دې ډاډ ترلاسه کول دي چې افغانستان د نړيوالو ترهګرو په سنګر بدل نه شي.

بلينکن زياته کړه: «امريکا په افغانستان کې د فعالو ترهګریزو ډلو له لوري متوجې خطر ته د ځواب ويلو له پاره ژمنه ده.»

د ترهګرو په توګه نومول به څه پایلې ولري؟

د امريکا د بهرنيو چارو او د خزانې وزارت له خوا د دې څلور کسانو د نړيوالو ترهګرو په توګه تر نومول کیدو وروسته به د امريکايي وګړو له خوا د دې کسانو سره هر ډول راکړه ورکړه منع وي او په امريکا کې به د دوی پر شتمنيو او نورو مفاداتو هم بندیز ولګول شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې وويل چې د تروريستانو پر وړاندې دا ګام د دې خبرې عملي ښکاروندي کوي چې امريکا لا هم ژمنه ده چې نړيوال ترهګر به په افغانستان کې بې له ويرې او خطره او په آزاده توګه د فعاليت جوګه نه وي.

د پاکستاني طالبانو د اوربند پای، افغانستان او سیمې ته به یې پایله څه وي؟

په اعلاميه کې زياته شوې چې امريکا به د هند او پاکستان په ساحه کې د القاعدې او ټي ټي پي او په افغانستان کې د فعالو ډلو له خوا د متوجې خطرونو او ترهګرۍ د له منځه وړولو له پاره له هرې لارې چارې کار اخیستو ته دوام ورکړي.

د يادولو ده چې امريکا د روان میلادي کال د جولای مياشتي پر ۳۱مه نېټه پر کابل د توغنديو په بريد د القاعدې مشر ايمن الظواهري وواژه.

امريکا خپله دا کړنه پر ځای ګام بللی وو او پر طالبانو یې تور لګولی وو چې القاعدې ته د پناه نه ورکولو خپلو ژمنو څخه یې سرغړونه کړې ده، خو طالبان دا تورونه ردوي.

د امريکا ولسمشر جو بايدن په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې د امريکا د تاريخ اوږده جګړه پای ته ورسوله او له افغانستان څخه یې تر دوو لسیزو وروسته خپل عسکر ور غوښتل.

نوموړي هغه وخت ويلي ول چې امريکا خپلې موخې ته رسېدلې ده او نور څه په لاس نه شي راوړلی او دا چې په افغانستان کې پر نه حضور سربیره هم امريکا د وسله والو او ترهګرو پر ضد اقدامات کولی شي.

ب. ص/ ن. ز (AFP)