1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستهندوستان

هند د لومړي شخصي فضايي راکټ توغولو کامیابه تجربه کړې

۱۴۰۱ آبان ۲۷, جمعه

د هند ساخت دغه توغول شوی راکټ په يوه قوس کې حرکت وکړ او په سمندر کې تر لوېدو د مخه د ۸۹،۵ کيلومترو ارتفاع ته ورسېد. دا راکټ د هند دولتي فضايي پروګرام د بشپړولو په موخه د شخصي فضايي سيکتور د رامنځته کولو د هڅو برخه ده.

https://p.dw.com/p/4JkWi
هند د وکرم اس فضايي پروگرام په چوکاټ کې يو فضايي توغندی توغولی
هند د وکرم اس فضايي پروگرام په چوکاټ کې يو فضايي توغندی توغولیانځور: isro/twitter

د هند د «سکای روټ ايوروسپېس» په نوم نوي تاسيس شوي فضايي شرکت د جمعې په ورځ د وکرم – اس د پروګرام يو راکټ په چېنای سيمه کې د هند د فضايي آژانس له مقره وتوغاوه.

دې ۵۴۵ کيلوګرامه دروند د «پرارامپ» يا «پېل» په نوم راکټ په يوه قوس کې حرکت وکړ او د ۸۹،۵ کيلومترو ارتفاع ته ورسېد. د راکټ د توغول کيدو صحنې د هند د فضايي څېړنو سازمان (ISRO) له خوا د تلويزيون له لارې په ژوند بڼه نشر شوې.

چارواکو وويل چې دا فضايي توغندی تر توغول کیدو پنځه دقيقې وروسته د بنګال په خليج کې را ولويده.

پاوان ګوينکه چې د تجارتي فضايي عملياتو د نظارت د دولتي سازمان مشر دی، وويل: «زه خوښ يم چې د «پرارامپ» يا پېل د عملياتو په بريالۍ توګه د بشپړيدو اعلان وکړم.»

د هند شخصي فضايي پروګرام د ودې په حال کې دی

د سکای روټ ایوروسپېس په حواله چې دا راکټ یې جوړ کړی دی، دې يو مرحله يي د جامدو سون توکو راکټ د «کاربن مرکب جوړښتونه او درې بعدي چاپ شوي اجزا» درلودل.

واحد مرحله يي راکټونه هغه فضايي راکټونه دي چې د تیلو ټانکونه، موټرونه او نور مهم کلک افراز نه لري.

هند سپوږمۍ ته د رسېدو له پاره فضايي بیړۍ ليږدولې

د نورو پليټ فارمونو په پرتله سکای روټ هڅه کوي چې د کوچنينو سېتلايتونو د توغولو لګښت تر ۹۰ سلني راکم کړي. دا شرکت په پام کې لري چې په راتلونکی کال کې د ستېلايت د ليږدولو عمليات هم پېل کړي.

د سکای روټ د »وکرم اس« پروګرام د هند د فضايي پروګرام د بنسټ ايښوونکي وکرم سارابای په نوم نومول شوی.

د هند حکومت پر دې کار کوي چې په عمومي بودجه تمويليدونکی فضايي پروګرام د چې ټيټ لګښت د فضايي پروګرامونو له پاره شهرت لري، د تجارتي فضايي سيکتور په رامنځته کولو سره بشپړ کړي.

د هند په سپوږمکۍ کي افغانستان هم برخه وال دی

هند په دې هڅه کې دی چې د فضايي تجارت په نړيوال بازار کې خپلې اوسنۍ ۲ سلنه ونډې ته وده ورکړي.

په ۲۰۱۴م کال کې مريخ ته د «منګل يان» په نوم سپوږمکۍ په توغولو سره هند مريخ ته د دغه ډول ماموريت ترسره کوونکی د آسيا لومړی هېواد شو. يوازې د دغه سپوږمکۍ پر جوړيدو ۷۴ ميليونه ډالر مصرف شوي ول.

ب. ص/ ن. ز (AFP, Reuters)

زموږ له آرشيف ځخه: