1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

هندوستان بيا سپوږمۍ ته فضايي بيړۍ استوي

۱۳۹۸ دی ۱۲, پنجشنبه

هندوستان يو ځل بيا تصمیم نیولی چې سپوږمۍ ته فضايي بیړۍ واستوي. تير کال د سپتمبر مياشتې په لومړيو کې د هندوستان «وکرم لينډر»، د سپوږمۍ پر سطحه د کيناستو پر مهال ټکر کړی وو.

https://p.dw.com/p/3Vb7g
Indien Raumfahrtprogramm ISRO
انځور: Getty Images/AFP/S. D´Souza

د هندوستان د فضايي ادارې «اسرو» په تاريخ کې تر اوسه، «دوهم چندريان»، تر ټولو لوی فضايي ماموريت وو. د دغه ماموريت ناکامه کيدل د هندوستان فضايي ادارې له پاره يو تر ټولو ستر ګوزار وو. اوس د هندوستان د فضايي تحقيقاتو ادارې يو ځل بيا تصميم نيولی چې د سپوږمۍ د سطحې ته د «چندريان ۳» په نوم سپوږمکۍ واستوي.

د هندوستان فضايي ادارې له خوا په يوې خپرې شوې اعلاميه کې ويل شوي دي: «موږ تصميم لرو چې سږکال دغه فضايي ماموريت ترسره کړو خو کيدای شي دغه پروګرام تر راتلونکې کال پورې وخت ونيسي.»

يادې ادارې ويلي دي چې اوس مهال پر چندريان ۳ سپوږمکۍ باندې کار روان دی تر څو وشي کړی د سپوږمۍ پر سطحه باندې په بريا ناسته وکړي.

تيرکال د چندريان ۲ اړيکي، تر ۴۷ ورځني سفر وروسته هغه مهال له مرکز سره پرې شوې چې د سپوږمۍ سطحې څه کم دوه کيلومترۍ ته ورنژدې شوې وه. د هند د فضایي ادارې مشر، کې سيوان، هغه وخت ويلي وو چې له انځورونو څخه داسې ښکاري چې وکرم ليند د سپوږمۍ پر سطحه د ښکته کيدو پر وخت کلکه لګيدلې ده.

هندوستان غواړي، تر روسيې، امريکا او چين وروسته څلورم هيواد شي چې سپوږمۍ ته خپل فضايي بیړۍ استوي. هند په فضايي ماموريتونو کې خپل ځان د يو لږ لګښت درلودونکي هيواد په توګه معرفي کوي.

سيوان په يوې خبرې ناسته کې وويل: «پر دغې نوي فضايي سپوږمکۍ باندې ۳۵ ميليونه ډالر لګښت راځي، چې تر ټولو ډيرې پيسې د سپوږمکۍ د توغولو پر ماشين لګول کيږي.»

د هندوستان چندريان دوهمې سپوږمکۍ يا ماموريت غوښتل د سپوږمۍ پر سويلي قطب باندې ناسته وکړي کوم چې تر دې مخکې ورباندې بله سپوږمکۍ نه ده کيناستلې. ويل شوي چې د سپوږمۍ په دغې برخه کې اوبه شته او هغه په دې دليل چې دغه برخه د لمر له لوړې درجې حرارت تر اغيز لاندې نه ده. د هندوستان موخه دا وه تر څو د چندريان دوهم په مټ په سپوږمۍ کې د اوبو شتون ثابت کړي. هندوستان تر دې وړاندې په ۲۰۰۸م کال کې هلته د واورې د شتون ادعا کړې وه. د هندوستان د فضايي ادارې مشر سيوان وويل چې د چندريان دريم هدف هم همدا دی.

هغه دا هم وويل چې هندوستان به په ۲۰۲۲م کال کې داسې يوه فضايي سپوږمکۍ چې فضانوردان هم لري، فضا ته واستوي. هندوستان دغه ماموريت له پاره څلور فضانوردان انتخاب کړي دي چې په روسيه کې روزل کيږي. دغه هيواد په پام کې لري چې دغه سپوږمکۍ د هندوستان د خپلواکۍ په ۷۵مه کليزه کې فضا ته واستوي.