1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

یحیی سنوار د حماس ډلې د سیاسي مشر په توگه وټاکل سو

۱۴۰۳ مرداد ۱۷, چهارشنبه

حماس د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې یحیی سنوار، د خپل سیاسي دفتر د نوي مشر په توگه معرفي کړ. دغه اعلامیه، تیره اونۍ په تهران کی د حماس د سیاسي مشر، اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته خپره سوې ده.

https://p.dw.com/p/4jC79
Jahia Sinwar Hamas Chef Gazastreifen
د حماس د ډلې نوی مشر، یحیی سنوارانځور: Mohammed Abed/AFP

اټکل کیږي چی په غزه کی د حماس د ډلې لوړپوړی مشر، سنوار پر اسرائیل باندې د اکتوبر د ۷ مې نیټې د بریدونو اصلي طراح شمیرل کیږي چې له امله یې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل سول.

حماس ډلې تر دغه برید وروسته سلګونه کسان برمته کړي ول چې بیا وروسته د نومبر میاشت کې د یوه جوړجاړي له مخې نیږدې نیمايي یې آزاد شول.

نوموړی په ۱۹۶۲ م کال کې د غزې د تراډې په جنوب، خان یونس ښار د  کډوالو په یوه کمپ کې زیږیدلی او د ۱۹۸۰ مو کلونو په وروستیو کې د حماس  د ډلې له بڼسټ ایښودونکو وو.

حماس د اسرائیل، آلمان، اروپایی ټولني، امریکا متحده ایالاتو او نورو هیوادونو له خوا د یوه ترهگر سازمان په توگه درجه بندي سوی دی. 

GP/AH/AG