1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غني ښایي د امریکا د طرحې د بدیل په توګه د ټاکنو غوښتونکی شي

۱۴۰۰ فروردین ۳, سه‌شنبه

دوو لوړپوړو دولتي چارواکو رویترز ته ویلي دي چې ولسمشر غني به په ترکیې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې د شپږو میاشتو په موده کې د مخکې له وخته ټاکنو وړاندیز وکړي. دا د امریکا د طرحې له پاره د غني بدیل حل لاره ده.

https://p.dw.com/p/3r0Ce
Afghanistan Kabul | Sitzung: Ashraf Ghani
انځور: Official Page for the President of The Islamic Republic of Afghanistan

دغو لوړپوړو چارواکو چې نومونه يې نه دي ښوول شوي، رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې ولسمشر غني به په اپریل میاشت کې په دې نړیوال کنفرانس کې خپل دغه پلان اعلان کړي او له دې سره به د امریکا متحده ایالاتو د هغې طرحې مخالفت وکړي چې له مخې یې په افغانستان کې د ولسمشر غني د اوسني حکومت پر ځای یوه موقته اداره رامنځ ته کیږي.

واشنګټن چې له طالبانو سره په تړون کې یې توافق کړی دی چې د روان کال د می میاشتې تر لوړۍ نیټې پورې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه باسي، په دې لټه کې دی چې د افغانستان روان کړکیچ ته یوه سیاسي حل لاره ومومي او په دې هیواد کې خپله اوږده جګړه پای ته ورسوي.

که څه هم په قطر کې افغان او طالب مرکچیان یو له بل سره په خبرو بوخت دي، خو په مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی رامنځته شوی چې له کبله یې امریکا متحده ایالات د نورو لارو چارو په لټه کې دي، ترڅو له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ایستلو له پاره زمینه برابره کړي.

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی، اوس یوه داسې طرحه له ځان سره لري چې له مخې یې د اوسني افغان حکومت ځای یوه موقته اداره نیسي. خو ولسمشر غني له ټولو هغو حل لارو سره خپل سخت مخالفت اعلان کړی دی چې له مخې یې د ده د حکومت پر ځای داسې کسانو ته واک سپارل کیږي چې د ټاکنو له لارې قدرت ته نه وي رسیدلي.

یوه لوړ پوړي دولتي چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «زموږ بدیله طرحه چې موږ به یې د استانبول په غونډه کې وړاندې کوو، مخکې له وخته ټاکنې وي، خو په دې شرط چې طالبان له یوه اوربند سره موافقه وکړي.»

یوه بل افغان چارواکي ويلي دي: «ولسمشر به هیڅکله له کوښه کیدو سره موافقه ونه کړي. راتلونکی حکومت باید د دیموکراتیکي پروسې له لارې رامنځ ته شي نه د یوې سیاسي معاملې په پایله کې.»

یوه دریم دولتي چارواکي هم ویلي دي چې د ولسمشر غني په وړانديز کې به ممکنه مخکې له وخته ټاکنې شاملې وي خو هغه د ټاکنو د ترسره کیدو د وخت په اړه څه و نه ویل. دغه چارواکي دا هم روښانه کړې ده چې ولسمشر غني خپل دغه پلان له خلیلزاد سره هم شریک کړی دی.

امریکا د ملاتړ په لټه کې

په داسې حال کې چې یوازې په څو اونیو کې هغه نېټه رارسیږي چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو تر منځ د شوي توافق له مخې باید امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، واشنګټن په دې هڅه کې دی چې د خپل پلان له پاره لا ډیر ملاتړ رامنځ ته کړي.

امریکا غواړي په دې ترتیب سره طالبان او افغان حکومت قانع کړي چې په واک کې سره شریک شي. خلیلزاد سیمې ته د خپل وروستي سفر پر مهال په ترکیه کې د افغانستان د سولې یوه کنفرانس پر جوړیدو ټینګار وکړ چې پکې به ملګري ملتونه هم فعاله ونډه ولري.

خو دیپلوماتانو او بهرنیو چارواکو ویلي دي چې د ولسمشر غني له ملاتړ پرته به د واشنګټن د پلان عملي کول ستونزمن کار وي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان چارواکو روښانه کړې ده چې ولسمشر غني به په خپل وړاندیز کې له ملګرو ملتونو هم غوښتنه وکړي چې د افغانستان احتمالي مخکې له وخته ټاکنې له نزدې وڅاري ترڅو ټول اړخونه یې پایله ومني.

د ولسمشر یوه ویاند په دې اړه د نظر له ورکولو څخه ډډه کړې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب