1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان ـ د يو مهاجر پر اخراج ۲۰۰ زره يورو مصرف راغلی

۱۴۰۰ اسفند ۱۸, چهارشنبه

د آلمان حکومت په ۲۰۲۱م کال کي د يوه مهاجر پر اخراج تقريباً دوه لکه يورو مصرف کړي دي. د آلمان حکومت دا معلومات د پارلمان د يو غړي په جواب کي ورکړي دي.

https://p.dw.com/p/48DSc
Symbolbild - Abschiebung
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان په مرکزي پارلمان کي د کيڼ اړخي ګوند فراکسيون له حکومت څخه د مهاجرو د اخراج په هکله يوه پوښتنه کړې وه. د آلمان د خبري آژانس د راپور له مخي حکومت په خپل جواب کي ويلي دي چي تېر کال يې و زمبابوې هيواد ته يو کس چي له آلمان څخه په وتلو مکلف کړل سوی ؤ، د ۲۰۰ زرو يورو په مصرف خپل هيواد ته اخراج کړی دی.

د آلمان د حکومت د معلوماتو پر اساس ياد اخراج د ۲۰۲۱م کال په اګست مياشت کي تر سره سو. زياته سوې ده چي د يو مهاجر د اخراج له پاره يوه بشپړه الوتکه کرايه سوې وه.  ويل سوي چي په دغه الوتکه کي د اخراج کېدونکي کس تر څنګ څلور پوليس چارواکي هم سپاره ول. دغه الوتکه د آلمان له فرانکفورټ هوايي ډګر څخه پورته سوې وه.

د آلمان د خبري آژانس په راپور کي راغلي دي چي په ټوليزه توګه پر ياد اخراج ۱۹۸۷۷۵ يورو مصرف سوي دي.

د آلمان د حکومت د ياد جواب له مخي په ۲۰۲۱م کال کي په ټوليزه توګه په هوايي لاره ۱۶۳ اجتماعي اخراجونه تر سره سول. ويل سوي چي په يادو ټولو اخراجونو کي د آلمان فدارلي پوليسو برخه لرله. د آلمان فدرالي پوليس د نورو وظايفو تر څنګ د آلمان د پوله ساتنې او کنټرول وظيفه پر غاړه لري. زياته سوې ده چي په يادو ۱۶۳ اخراجونو کي په ټوليزه توګه ۵۴۶۲ کسان له آلمان څخه اخراج کړل سول.

د راپور له مخي په ۲۰۲۱م کال کي په بشپړه توګه ۱۱۹۸۲ کسان له آلمان څخه نورو هيوادونو ته د الوتکو، کښتيو او مځکنيو لارو په وسيله اخراج کړل سول. هغه هيوادونه چي ورته بهرنيان خارج کړل سوي پکښي ګورجستان، البانیا، سربستان، پاکستان او مالداويا شامل دي.

د راپور له مخي په ۲۰۲۱م کال کي د دبلن تړون له مخي د اروپا نورو هيوادونو ته د مهاجرو د بېرته لېږد شميرې د ۲۰۲۰م کال په پرتله کمي وې.

په داسي حال کي چي په ۲۰۲۰م کال کي ۲۹۵۳ پناه غوښتونکي له آلمان څخه نورو اروپايي هيوادونو ته اخراج سوي ول، په ۲۰۲۱م کال د يادو اخراجونو شمير ۲۶۵۶ ياد سوی دی.

آلمان په ۲۰۲۱م کال کي د دبلن تړون له مخي تر ټولو زيات مهاجر، و فرانسې، اتريش، سوېډن او هالنډ هيوادونو ته اخراج کړي دي. و يونان ته د مهاجرو اخراج د آلمان محکمو د فيصلو له مخي ځکه بايد تر سره نسي، چي په وينا يې په زياتو مواردو کي په يونان کي د مهاجرو لاسنيوی او د هغوی د اوسېدني امکانات د اړتيا سره برابر نه وي.

د آلمان په مرکزي پارلمان بُنډسټاګ کي د مهاجرت په تړاو د کيڼ اړخه ګوند سياستواله کلارا بيونګر وايي: «هر يو اخراج يوه ستونزه ده.» دغې سياستوالي د آلمان پر حکومت ږغ کړی دی چي د مهاجرو له پاره د آسانتياو رامنځته کولو په تړاو خپلي پخوانۍ ژمني وفا کړي. هغې ويلي دي چي هغه پيسې چي د مهاجرو په اخراج لګول کيږي، که هغه د مهاجرو د ادغام او ژبو پر کوروسونو ولګول سي، نو ګټه به يې زياته وي.

آ./ا.ا.

منبع: مهاجر نيوز انفو مايګرنټس پښتو