1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پروسه ودروله

۱۴۰۰ مرداد ۲۰, چهارشنبه

د آلمان حکومت افغانستان ته د رد شويو مهاجرو د اخراج پروسه په موقتي توګه درولې ده. همدارنگه هالند هم پریکړه وکړه چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به هیڅ کوم رد سوی مهاجر بیرته افغانستان ته وانه ستوي.

https://p.dw.com/p/3yqno
Abschiebeflug nach Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوه ویاند د چارشنبې په ورځ په برلین کي د آلمان خبري آژانس ته وویل: «د آلمان داخله وزارت اوسني خراب وضعیت ته په کتو سره پریکړه وکړه چي افغانستان ته د مهاجرو استول د اوس له پاره بند کړي».

همدارنګه هالند به هم په راتلونکو شپږو میاشتو کي هیڅ کوم افغان مهاجر بیرته خپل هیواد ته وانه ستوي. د نوموړي هیواد د عدلیې وزارت يوې لوړ پوړې چارواکې، انکي کنول، د چارشنبه په ورځ په دنهاگ کي پارلمان ته خبر ورکړ چي د طالبانو د پرمختگ  له امله په دغه هیواد کې امنیتي وضعیت ډیر خراب سوی دی. همدارنگه به په راتلونکو ۱۲ میاشتو کي هم د بیرته استولو په هکله کومه نوې پریکړه ترسره نه سي.

نوموړې زیاتوي چي خارجه وزارت وضعیت له سره ارزوي او پس له هغه به د مهاجرو د بیرته استولو په هکله نهایي پریکړه ترسره سي. د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته طالبانو د هیواد ډیرې سیمي نیولي دي.

په تیرو اونیو کي لا افغان حکومت پر دې ټینګار وکړ چی نور رد سوي مهاجر به هم بیرته ومني. خو د هالند د په ائتلافي حکومت کې د شريکو دريو ګوندونو وکیلانو او د مهاجرو څخه د ملاتړ سازمانونو پر دې کار  سخته نیوکه وکړه او د مهاجرو د استولو د بندیدو غوښتنه وکړه.

د ۲۰۱۶ م کال راهیسي څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه افغان پناه غوښتونکي بیرته افغانستان ته استول سوي چي ډیری یی مجرمین ول. همدارنگه  د سه شنبه په ورځ په افغانستان کي د اروپایی ټولنی سفیر هم دغه بحران ځپلي هیواد ته د مهاجرو د بیرته استلو پر بندیز ټینگار وکړ.

GP/BS/AG