1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له افغانستان سره د آلمان د مرستي شرطونه څه دي؟

۱۴۰۰ اردیبهشت ۹, پنجشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير کابل ته د خپل سفر پر وخت د ناټو تر وتلو وروسته له افغانستان سره د مرستو د دوام ژمنه وکړه. خو کابل ته د نوموړي د سفر اصلي هدف څه دی؟

https://p.dw.com/p/3siwt
Kosovo | PK Bundesaußenminister Heiko Maas und Präsidentin Vjosa Osmani
انځور: Felix Zahn/photothek/imago images

د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس چې نن پنجشنبه (د اپريل ۲۹ نيټه) سهار کابل ته رسېدلی، له افغانانو سره د مرستو خپله ژمنه تکرار کړه. هغه وويل: «آلمان به د افغانانو ترڅنګ د يوه بااعتماده شريک په توګه [تل] ولاړ وي.»

نوموړي وويل چې که څه هم په افغانستان کې د آلمان پوځي ماموريت په نږدې راتلونکي کې پای ته رسيږي خو په نورو ټولو اړخونو کې به د آلمان هلې ځلې دوام ولري. هغه زياته کړه: «د افغان ښځو او نارينه وو له پاره د يوه ډاډه ليدلوري رامنځته کول د اروپا له موخو څخه ده. موږ هرو مرو غواړو چې پخوانيو وختونو ته د ورګرځيدو مخنيوی وکړو.»

ماس په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی چې له دغه هېواد څخه به د ناټو ځواکونو رسمي اخراج دوې ورځې وروسته يعني د مي میاشتې پر لومړۍ نېټه پېل شي.

نوموړی به په کابل کې پر نورو سربيره له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري او بيا به په مزار شريف کې د آلماني ځواکونو اډې ته هم ورشي. د نوموړي د سفر پر وخت کلک امنیتي تدابير نیول شوي دي.

آلمان له افغانستان سره ۱۷۰ میليونه يورو نوره مرسته کوي

ناټو ائتلاف دوې اوونۍ تر مخه پريکړه وکړه چې په افغانستان کې د خپلو پاتو کابو لسو زرو عسکرو تقریباً شل کلن ماموريت پای ته ورسوي او خپل عسکر بيرته راستانه کړي.

تر دې لږ مخکې امريکا چې د دې ځواکونو ستره برخه ده، اعلان وکړ چې د سپتمبر تر ۱۱ نېټې پوي نېټې پورې به له افغانستانه ووځي خو په دې منځ کې د جولای څلورمه نیټه هم د وتلو د نيټې په توګه تر غور لاندې ده چې دا نیټه د امريکا د ملي ورځې سره برابره ده.

د ماس د سفر هدف

په کابل کې به د ماس خبرې تر اخراج وروسته له افغانستان سره پر مرستو وي. ماس ژمنه وکړه چې آلمان به له بين الافغاني خبرو اترو څخه چې دمګړۍ په ټپه ولاړې دي، ملاتړ ته ادامه ورکړي. نوموړي وويل: «د سولې پروسه يوه نوي دیپلوماتيکي فشار ته اړتيا لري.» هغه زياته کړه: «د خبرو اترو کوم آسان حل وجود نه لري خو بيا هم د دغه هيواد د يوه پایداره، مطمئن او باثباته راتلونکې له پاره مذاکرات تر ټولو ښه چانس دی.»

Symbolbild I Deutsche Soldaten in Afghanistan
آلمان هم له افغانستانه د عسکرو راایستلو ته چمتووالی نیسيانځور: Maurizio Gambarini/dpa/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چار وزیر همدا راز د نورو ملکي مرستو ډاډ هم ورکړ. هغه وويل چې آلمان په دې موخه د روان کال له پاره ۴۳۰ میليونه يورو ځانګړې کړې دي او تر ۲۰۲۴ کاله پورې د هر کال له پاره عين مقدار پېسې په نظر کې نيول شوي دي. خو د آلمان حکومت غواړي چې د مرستو ورکړه د سولې د پروسې په پرمختګ او همدا راز په نورو فکتورونو لکه په هيواد کې د بشري حقونو په وضعيت پورې مشروطه کړي.

آلمان په افغانستان کې د خپلو عسکرو حفاظت تقویه کوي

که څه هم چې له افغانستانه د وتلو د پېل رسمي نېټه د می لومړۍ ورځ ده، خو د بهرنيو ځواکونو په ځينو اډو کې د عسکرو د راايستلو له پاره چمتووالی په چټکۍ سره روان دی. آلمان چې تر امريکا وروسته په افغانستان کې تر ټولو زيات ځواکونه لري، هم  د عسکرو اخراج ته په چمتووالي لاس پورې کړی دی.

په مراز شريف کې د مارمل اډه د آلمان څخه د باندې د دې هيواد د پوځ تر ټولو ستره اډه ده. له دغه اډې څخه به په راتلونکو اوونيو کې پر نورو سربیره ۱۲۳ نقليه وسيلې او شپږ څرخي الوتکې او همدا راز څو ټنه وسايل په ټولیزه توګه د ۸۰۰ کانتیرو په مرسته آلمان ته انتقال شي.

په دې منځ کې داسې ويره څرګنده شوې چې وسله وال طالبان به د اخراج په ترڅ کې پر آلماني عسکرو بريدونه وکړي. په همدې موخه افغانستان ته اضافي عسکر استول کیږي. 

ب. ص/ ن. ز (dpa)