1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان په افغانستان کې د خپلو عسکرو حفاظت تقویه کوي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۸, چهارشنبه

د مخ پر ډیریدونکي ګواښونو په پام کې نیولو سره د آلمان دفاع وزارت په افغانستان کې د خپلو سرتیرو حفاظت لا زیات بهتروي. نوموړي وزارت ټينګار کړی دی چې د طالبانو ګواښونه جدي نیول کیږي.

https://p.dw.com/p/3sfec
Bundeswehr in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kappeler

د آلمان د دفاع وزارت د سې شنبې په ورځ په یوه تویتري پيغام کې ویلي دي چې د اپریل تر۳۰ وروسته په افغانستان کې پاتېدل کیدای شي زموږ سرتیري له لوړ خطر سره مخامخ کړي.

نوموړي وزارت لیکلي دي: «موږ د طالبانو ګواښونه جدي نیسو او خپل ځواکونه به لا زیات پياوړې کړو.»

د ناټو وزیرانو پریکړه کړې ده چې له امریکا متحده ایالاتو سره به یوځای د می له لومړۍ نېټې وروسته په بشپړ ډول د خپلو ځواکونو د ایستلو لړۍ پيلوي.

په پام کې ده چې له افغانستان څخه د آلماني عسکرو په گډون د نړیوالو ځواکونو د وتلو لړۍ په مني کې پای ته ورسیږي.

د سه شنبې په ورځ د آلمان د دفاع وزارت له خوا د ورکړل شویو معلوماتو له مخې «زموږ د ځواکونو د لا زیات حفاظت له پاره ځانګړي اقدامات» لا پخوا پيل شوي دي. د روانې میاشتې تر پایه پورې به نور زري موټر هم افغانستان ته واستول شي.

آلماني هاوان غورځوونکي ټانکونه به په ډیر نږدې وخت کې د افغانستان په شمال کې مارمل کمپ ته ورسیږي. همدارنګه د ځواکونو د پياوړې کولو له پاره نور اضافي سرتیري په آلمان کې اماده دي.

د آلمان د دفاع وزارت په حواله سربیره پر دې د هالنډ هیواد تقویتي هاوانونه او پلي ځواکونه به هم مزار شریف ته ورسیږي.

په اوس وخت کې ۱۱۰۰ آلماني سرتیري په افغانستان کې مستقر دي. آلمان تر امریکا متحده ایالاتو وروسته په افغانستان کې تر ټولو ډیر سرتیري لري.

د ناټو د ټولو ۳۰ غړو هیوادونو د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو د پریکړې له مخې له افغانستان څخه به په منظم ډول د دغو هیوادونو د عسکرو د وتلو لړۍ تر سپټمبر میاشتې پورې پای ته ورسیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز