1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان له افغانستان سره ۱۷۰ میليونه يورو نوره مرسته کوي

۱۳۹۹ مهر ۱۴, دوشنبه

آلمان په پام کې لري چې په ۲۰۲۱م کال له افغانستان سره ۱۷۰ ميليونه يورو پراختيايي مرسته وکړي. خو په بدل کې یې په افغانستان کې د اصلاحاتو له پاره د قوي هلو ځلو انتظار لري.

https://p.dw.com/p/3jSAn
GMF Partner Logo BMZ

په برلين کې د دوشنبې په ورځ (د اکتوبر ۵ نيټه) د آلمان د اقتصادي ګډکار او پراختيا وزارت له خوا ويل شوي چې دغه پېسې به «د ملکي بيارغونې او بې وزلو د وضعيت د ښه والي په موخه» مصرف شي.

د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله د پراختيايي ګډ کار له پاره سږ کال د حکومتي خبرو اترو په ترڅ کې د افغانستان له پاره پر ۱۷۰،۲ ميليونو يورو موافقه شوې ده.

په عين حال کې د آلمان حکومت د افغانستان له حکومته ځيني تمي او غوښتنې هم مطرح کړي دي. د پراختيا په برخه کې د دولت وزير مارتن يېګر وويل: »موږ د ښې حکومتولۍ، د بشري حقونو، په ځانګړي توګه د ښځو او اقليتونو حقونو د پياوړي کولو له پاره د اړينو اصلاحاتو د ژر تر ژره عملي کولو انتظار لرو.»

Zum Thema Afghanistan - Die deutschen Entwicklungshelfer bleiben
انځور: picture-alliance/AP

نوموړي اعلان وکړ چې د آلمان حکومت د «افغانستان د راتلونکي له پاره خپل مسئوليت مني او په «راتلونکي کې به هم دغه هيواد د سولې او دوامداره پراختيا پر لور بدرګه کړي.»

د وزارت د معلوماتو په حواله افغانستان چې لا دمخه له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ وو، د کرونا بحران له کبله پکې بې وزلي نوره هم زياته شوې او اقتصادي وړتياو یې کابو لس سلنه شاتګ کړی دی.

د کرونا بحران د اقتصادي او ټولنیزو پایلو سره د مبارزې له پاره د آلمان حکومت د روان ميلادي کال په جون مياشت کې هم له افغانستان سره د ۶۹،۸ ميلیونو يورو مرسته منلې وه.

آلمان دمګړۍ تر امريکا متحده ایالاتو وروسته افغانستان ته بسپنه ورکوونکی دویم ستر هېواد دی.

په را روانې نومبر مياشت کې په ژنيو کې د بسپنه ورکونکو يو کنفرانس په نظر کې نيول شوی دی چې په هغه کې به له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې پر مرسته خبرې کيږي او د راتلوونکو کلونو له پاره به د اصلاحاتو هدفونه ټاکل کيږي.