1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان آيالتي وزيران له بلاروس د کډوالو د راتګ مخنیوی غواړي

۱۴۰۲ خرداد ۲۶, جمعه

د آلمان د کورنيو چارو آيالتي وزيرانو د نورو موضوعاتو ترڅنګ د آلمان او پولنډ ترمنځ د پولې زيات کنترول غوښتی دی. د هامبورګ وزير، اندي ګروته وويل چې ډېرو نورو تدابيرو ته اړتيا ليدل کيږي.

https://p.dw.com/p/4SgTB
سرحدي کنترول
سرحدي کنترولانځور: Patrick Pleul/dpa-Zentralbild/picture alliance

د هېسن آيالت د کورنيو چارو وزير پېتر بويت »له وضعيت سره سم د سرحدي امنيت د زياتولو« خبره وکړه. هم بويت او هم ګروته دواړو البته د هراړخيز ځايي کنترول دقيقه غوښتنه نه لرله چې د آلمان د کورنيو چارو وزيره، نېنسي فيزر، هم دغسې څه ردوي. پوتین: په بلاروس کې به اتومي وسلې په جولای میاشت کې نصبې شي

د آلمان د کورنيو چارو د وزيرانو کنفرانس همداراز د خوندي اصلي يا منشا هيوادونو په ليست کې د داسې هيوادونو ورزياتول وغوښتل لکه تونس، مراکش، الجزاير، هند او مولداويا. له دغو هېوادونو څخه د راغلو کډوالو د پناه غوښتنې عريضې ډېرې چټکې کتل کيږي ځکه چې په عادي صورت هغه بې بنسټه بلل کيږي.ملگري ملتونه: په نړۍ کي د مهاجرو شمېر خپل اوج ته رسیدلی

د آلمان د کورنيو چارو وزيرې فيزر آيالتي وزيرانو ته يوازې د مولداويا او ګرجستان د ورزياتولو ژمنه وکړه. هغې څرګنده کړه چې د آلمان حکومت دغه درجه بندي په دې پورې تړي چې آيا دغه هيوادونه د اروپايي ټولنې غړيتوب ته کانديدان دي او که نه.

اي پي دي/ن.ص./ن.ز.