1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ملگري ملتونه: په نړۍ کي د مهاجرو شمېر خپل اوج ته رسیدلی

۱۴۰۲ خرداد ۲۴, چهارشنبه

په مخ پر زیاتیدونکي ډول کړکېچونو په میلیونو انسانان تېښتي ته مجبور کړي دي. د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ويلي دي چي حکومتونه باید د مهاجرت پر سیستمونو باندي فشار راکم کړي.

https://p.dw.com/p/4SXlf
Italien Catania | Mehrere hundert Migranten gerettet
انځور: Fabrizio Villa/Getty Images

اوکراین، افغانستان ، سوډان: په نړیواله کچه د بې ځایه سوو او مهاجرو شمیر خپل اوج ته رسیدلی دی. لکه څنگه چي د ملگرو ملتو د کډوالو چارو کمیشنرۍ د چهارشنبې په ورځ په ژنیو کي رپوټ ورکړی دی، په اوس وخت کي شاوخوا ۱۱۰ میلیونه انسانان د تیښتي په حال کي دي چي دوه پر دریمه برخه یې د خپلو هیوادونو په دننه کي دي.

نوموړی سازمان په دې برخه کي د لازیاتو هلو ځلو غوښتنه کوي، ترڅو د مهاجرتونو له علت سره مبارزه وسي او له دغو کډوالو ملاتړ وسي. د ۲۰۲۲م کال په جون مياشت کي شاوخوا ۱۰۰ میلیونه انسانان تېښتي ته مجبوره سوي دي.

اروپايي هيوادونو د کډوالۍ مقرراتو د سختولو پرېکړه وکړه

د ملگرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسار، فیلیپو گراندي وویل: «دا زموږ د نړۍ د حالت له پاره یوه ماته ده.» کړکیچوڼه ورځ تر بلي مخ پر زیاتیدو دي، خو د حل کومه لاره ورته نسته. تیر کال د ۵ اشاریه ۷ میلیونو داخلي کډوالو له پاره مهاجرتونه پای ته ورسیدل، خو له بهر څخه یوازي ۳۴۰ زره کسان بیرته خپلو ټاټوبوته ستانه سوي دي.

ګراندي وویل، د تېښتي او مهاجرت ترمنځ باید توپیر وسي. هغه زیاته کړه، که شتمنو هیوادو د هغو کسانو له پاره چي د خپل هیواد پرته په کوم بل ځای کي د کار په لټه کي وه، د قانوني مهاجرت ډېري لاري رامنځته کړي وای، بیا به نو ډیرو کمو کسانو د پناه غوښتنې عریضې وړاندي کړي وای. پناه یوازي هغو کسانو ته ورکول کیږي چی له جگړو او کړکیچڼو، تعقیب او زورزیاتیو څخه په تیښته کي وي. د ملگرو ملتو د کډوالو کنوانسیون ټول هیوادونه مکلفوي چي دغه ډول کسان ومني.

ګراندي وايي، لکه څنگه چي د مهاجرت قانوني لاري نسته، نو د پناه د ورکړي سیستم ترفشار لاندي دی. چارواکي د ډیرو پناه غوښتونکو عریضې د هغوی د مهاجرت د ورکول سوو دلایلو له امله نه مني.

د مسلکی کسانو کمښت: بیروکراسي مهاجرت سختوي

په آلمان کي په ۲۰۲۲م کال کي د پناه غوښتني له څه ناڅه ۲۳۰ زرو عریضو څخه، تقریباً ۵۰ زره یې رد سوې. نوري ۵۰ زره قضیې له دې کبله منحل سوې دي چي دغه کسان په نورو هیوادو کي ثبت وه او یا یې هم خپلي عریضې بیرته ایستلې وې.

د نوموړي رپوټ په حواله د ۲۰۲۲م کال په پای کي ۵ اشاریه ۷ میلیونه انسانان د اوکراین په سرحد کی دننه بې ځایه سول او یا هم خارج ته وتښتیدل. د ۲۰۲۲م کال په آخره کي د نړۍ په کچه په مجموعي ډول ۱۰۸ اشاریه ۴ میلیونه انسانان له تعقیب، جگړو، زورزیاتي، د بشري حقونو څخه د سرغړونو او یا هم د اقلیمي بدلون له امله تیښتي ته مجبوره سوي دي چي دا د هغه د تیر کال په پرتله ۱۹ اشاریه یو میلیون زیاتوالی ښیی.

د ۲۰۲۲ کال په پای کي تر ټولو زیات د دغو کډوالو کوربه توب ترکیه کړی، ورپسې ایران دی، چیري چی ډېر افغانان پکښي میشت دي، او بیا کولمبیا او جرمني. 

اروپا ته مهاجرت؛ له پولند سره په سرحد کي د لازیات کنترول غوښتنه

ګراندي د پناه غوښتني په برخه کی د اروپايي ټولني له پلان سوو ریفورمونو څخه هرکلی وکړ. اروپايي ټولنه غواړي په راتلونکې کي هغه پناه غوښتونکي چي له داسي هیوادو څخه راځي چي تر یو ځایه ډاډمن هیوادونه وي، له سرحد څخه تر اوښتو وروسته زندان ته ورته ځایونو کي ساتي.

هغوی به تر یوې چټکی پروسې وروسته بیرته واستول سي. گراندي وايي که څه هم دا هرڅه بشپړ نه دي، خو بیا هم حداقل اروپايي ټولنه په دې وتوانیدله چي پر یوې موضوع باندي توافق وکړي.

هغه زیاتوي: «موږ په ښکاره ډول د دې مخالف یو چي پناه غوښتونکي دي زندانونو ته واچول سي، د پناه غوښتنه خو کوم جرم نه دی.»

GP/NZ/AG