1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

پوتین: اتومي وسلې به په جولای کې بلاروس کې نصبې شي

۱۴۰۲ خرداد ۲۰, شنبه

د روسيې ولسمشر، ولادیمیر پوتین ويلي دي چې غواړي اټومي تکتيکي وسلې د روان کال له جولای میاشتې په بلاروس يا سپېنه روسيه کې نصب کړي. لويديځ د مسکو له دغه تصمیم سره مخالفت ښودلی دی.

https://p.dw.com/p/4SQIs
د آرشیف انځور په مسکو کې پوځي پریت، ۲۰۲۲
د آرشیف انځور په مسکو کې پوځي پریت، ۲۰۲۲ انځور: Alexander Nemenov/AFP/Getty Images

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين وویل چې په پام کې ده د دغه پلان له پاره په اړوندو دستګاو کې د چمتووالي کار د جولای په ۷مه او ۸مه پای ته ورسيږي.

ورته نور ولولئ:پوتين: روسيه خپلي اتومي وسلې زياتوي

د روسيې د دولتي خبري آژانس «ټاس» د رپوټ پر اساس، پوتین دغه مطلب د جمعې په ورځ د بلاروس له ولسمشر، الکساندر لوکاشينکو سره تر کتنې وروسته بیان کړ.

پوتين زیاته کړه چې د چمتووالي تر پای ته رسيدلو وروسته، د وسلو د ځای پر ځای کېدو بهیر پيليږي. د روسيې ولسمشر په دې هکله ويلي دي چې ټول کارونه د پلان مطابق مخته ځي او د وسلو ځای پر ځای کېدل به د بلاروس په ګاونډي هیواد، ليتوانيا کې د ناټو تر غونډې مخکې پيل شي.

د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین (کيڼ لور) له خپل خپل بلاروسي سیال الکساندر لوکاشینکو سره د ۲۰۲۳م کال د جون میاشتې ۹مه
د روسېې ولسمشر ولادیمیر پوتین (کيڼ لور) له خپل خپل بلاروسي سیال الکساندر لوکاشینکو سره د ۲۰۲۳م کال د جون میاشتې ۹مهانځور: Gavriil Grigorov/Pool/Sputnik/Kremlin/AP/dpa/picture alliance

په پام کې ده چې د ناټو دغه غونډه د روان کال د جولای مياشتې په یوولسمه او دوولسمه د ليتوانيا په پلازمېنه، ويلنیوس، ښار کې ترسره شي. پوتین د روان کال په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې غواړي د روسيې اټومي وسلې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریت او متحد هیواد، بلاروس کې ځای پر ځای کوي.

پوتين د دغو وسلو د ځای پر ځای کولو دلایل هم بیان کړي، له هغې جملې څخه ېې ويلي دي چې امریکا متحده ایالات له کلونو راهیسې خپلې اټومې وسلې د آلمان په ګډون په اروپا کې ساتي.

ورته نور ولولئ: شولڅ وايي پوتين پر خپل موقف ولاړ برېښي

لویديځ  د مسکو له دغه تصمیم سره مخالفت ښودلی دی.

د بلاروس ولسمشر، الکساندر لوکاشینکو د می مياشتې په وروستیو کې ويلي وو، چې هیواد ته ېې د وسلو د ليږد بهیر د مخه پيل شوی دی. په پام کې ده په دې لړ کې سکندر توغندي چې د اټومي سرګلولو د ليږد وړتیا لري هم ځای پر ځای شي. د رپوټ پر اساس، د بلاروس جنګي جيت الوتکې به هم پر نوو وسلو تجهېزې شي.

دويچه وله د/م.ک.ص./ا.ا. 

پر ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم: