1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه: لویدلې الوتکه موندل شوې؛ ۱۷ کسان مړه او ۵ لادرکه دي

۱۴۰۳ شهریور ۱۱, یکشنبه

په روسیه کې د شنبې ورځې د لادرکه شوې الوتکې په هکله تازه رپوټونه وايي چې روسي پلټونکو د یادې الوتکې د را لویدو ځای موندلی دی. چارواکي وايي په پېښه کې د ۲۲ کسانو له ډلې ۱۷ ېې مړه او نور لادرکه دي.

https://p.dw.com/p/4k9JQ
د آرشیف انځور - د روسيې ساخت مې -۸ ډوله څرخي الوتکه
روسي چارواکي وايي چې د دغه هېواد په شرق کې د شنبې په ورځ د لوېدلې الوتکې ځای ېې موندلی چې په کې د سپرو ۲۲ کسانو له ډلې ۱۷ ېې مړه دیانځور: picture-alliance/Udo Bernhart

د روسيې دفاع وزارت چارواکو په خبره، الوتکه د روسیې په لیرې ختیځ کې د کامچاتکا په سیمه کې را لویدلې چې پکې ۱۷ کسان مړه دي او ۵ نور لا هم لادرکه دي.

د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر لومړۍ نېټه) په روسیه کې یوه چورلکه چې پکې ۲۲ کسان سپاره ول، لادرکه شوه. روسي چارواکو په سر کې ویلي ول چې په لومړیو کې یې د الوتکې د موندلو له پاره له شپیتو ډیر کسان ګمارلي دي.

نن سهار ځايي چارواکو ویلي ول چې د هوا د خرابوالي سربیره یې د موندلو عملیات ادامه لري. خو نن د یکشنبې ورځې تر غرمې وروسته د روسیې دفاع وزارت خبر ورکړ چې پلټونکو یې د الوتکې د را لویدو سیمه موندلې او زیاتوي چې په دې پیښه کې له ټولو ۲۲ کسانو څخه ۱۷ تنه یې مړه شوي دي.

د روسيي دفاع وزارت چارواکو په خبره، یاده څرخي الوتکه د روسیې په لیرې ختیځ کې د کامچاتکا په سیمه کې را لویدلې ده. دغه سیمه د سیلانیانو د تګ له کبله شهرت لري چې پکې ښکلې منظرې او د اور غورځونې د غرونو ځینې سیمې هم موجودې دي. د روسي چارواکو په خبره په دغه Mi-8 ډوله څرخې الوتکه کې د دریو عملې ترڅنګ ۱۹ سیلانیان موجود ول. چارواکي وايي چې د پاتې لادرکه پنځو کسانو د موندلو له پاره لا هم عملیات ادامه لري.

کامچاتکا نیمه ټاپو د روسيې پلازمينې مسکو شرق ته په شاوخوا ۷۱۰۰ کيلومترۍ کې پرته ده.

د روسيې دولتی خبري آژانس آر آی اې، د الوتکې تر موندنې مخکې د کامچاتکا د بېړنیو حالاتو سره د مبارزې د مشر، سرګي ليبدیف له قوله ويلي چې «لارې نهایت خرابې دي، یوازې په پښو تلل امکان لري.» 

دا هم ويل شوي چې د پېښې په ځای کې د اوونۍ په پای کې شدید باران او چټک طوفان موجود دی چې د لټون عملیات ېې سخت کړي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل