1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

اوکراين پر اروپا د روسیې ګاز بندوي

۱۴۰۳ شهریور ۸, پنجشنبه

روسیې د اوکراين له لاري اروپا ته د ګازو د ليږد درول غندلي دي. کريملن ويلي دي چې اروپا ته د روسیې د ګازو د انتقال له پاره له ګاز پروم شرکت سره د تړون ختمولو په اړه د اوکراين پريکړه به اروپايي کاروونکي سخت زيانمن کړي.

https://p.dw.com/p/4k2Nb
د نورستريم ۱ نل ليکه
د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه اتريش، هنګري او سلواکيا اوس هم له دې لارې د روسیې ګاز ترلاسه کوي.انځور: Stefan Sauer/dpa/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولوديمير زيلنسکي، د سه شنبې په ورځ ويلي ول چې هېواد به یې د ګازو هغه ترانزيتي هوکړه چې له مخې یې د روسیې ګاز د اوکراين له لارې اروپا ته انتقاليږي او موده یې د دسمبر پر ۳۱ نېټه پای ته رسېږي، تمديد نه کړي.

نوموړي وويل: «دا نور ختم دی.»

د اوکراين او روسیې ترمنځ پر روان کړکېچ سربیره هم روسیې په ۲۰۲۳م کال کې اروپا ته د اوکراين له لارې تر ۱۴ ميليارد مکعب ميتر ډېر ګاز ورکړی دی، خو دا په قرارداد کې د راغلي مقدار یعني ۴۰ ميليارد مکعب متره څخه ډېر لږ دی.

د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه اتريش، هنګري او سلواکيا اوس هم له دې لارې د روسیې ګاز ترلاسه کوي.

دې دريو هېوادونو دروسیې پر ګازو تکیې ته په داسې حال کې دوام ورکړی دی، چې اروپايي ټولنې پر اوکراين باندې د روسیې تر يرغل وروسته تعهد څرګند کړی دی چې تر ۲۰۲۷م پورې به ځان د روسیې پر ګاز له انحصاره آزاد کړي.

د کريملن ویاند ديمتري پېسکوف، وويل: «د اوکراين دا پريکړه به د هغو اروپایي کاروونکو ګټو ته زيان ورسوي چې اوس هم غواړي د روسیې ګاز رانيسي.»

نوموړي زياته کړه: «هغوی به [مجبور شي] ګران بيه ګاز رانيسي چې دا څه به یې د صنعت د رقابت وړتيا راکمه کړي.»

له آذربايجان سره د موافقې هڅې

پنځو اوکرايني شرکتونو د ۲۰۱۹م کال په پای کې د روسیې د ګاز له دولتي شرکت ګاز پروم سره قرارداد لاسليک کړی وو.

په تېره مياشت کې زیلنسکي دې ته اشاره کړې وه چې اوکراين له آذربايجان سره چې د طبيعي ګازو يو ستر توليد کوونکی دی، په دې اړه خبرې کړي دی چې د روسیې پر ځای دغه هېواد د ګازو د انتقال له پاره د اوکراين ترازيتي لاره وکاروي.

خو آذربايجان له اوکراين سره سرحد نه لري نو دې ته به اړتيا وي چې د آذربايجان ګاز باید د روسیې له لارې په تېريدونکي نل ليکه کې انتقال شي.

په کورسک سيمه کې د اوکراين عسکرو بريدونه
د سودزا د انازه ګيرۍ دستګاه چې د اوکراين د بريدونو په ترڅ کې زيانمنه شوې ده. انځور: Yan Dobronosov/AFP

د آذربايجان ولسمشر الهام علي يف، د جولای میاشتې په پای کې ويلي ول چې اروپايي ټولنې او کيف کې حکومت له دوی سره اړيکه نيولې ده څو ورسره مرسته وکړي چې له مسکو سره په دې برخه کې يوې موافقې ته ورسيږي.

د اګست مياشتې له ۶مې نيټې راهېسې اوکراين د پولې ور هاخوا د روسیې په کورسک سيمه کې بې ساري متقابلې حملې وکړې چې په دې ترڅ کې یې يو شمير سيمې چې د سودژا ښارګوټی هم پکې شامل دی، ونيولې.

په دې ښار کې چې د وګړو شمیر یې کابو ۵۰۰۰ ته رسيږي، د سودژا د اندازه ګیرۍ دستګاه هم پرته ده چې د روسیې د ګازو وروستۍ ستره ترانزيتي نقطه ده چې اوس هم اروپا ته انتقاليږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب