1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولې اکثراً نارينه له کرونا څخه مړه کيږي؟

۱۳۹۹ آذر ۲۸, جمعه

نارينه،‌ ښځې او ماشومان ټول په ورته ډول په کرونا ويروس اخته کيږي.‌ خو داسې ښکاري چې نارينه زياتره سخت مريضيږي او د مړينې احتمال يې هم نسبتاً ډېر دی. دلته يې ځينې دلايل په ګوته شوي دي.

https://p.dw.com/p/3mttw
Coronavirus Bestattung der Toten in El Salvador
انځور: Reuters/J. Cabezas

د کرونا پانديمۍ له پيل راهيسې ډېر داسې دلايل په ګوته شوي چې نارينه ولې په نوي ډول کرونا ويروس تر اخته کېدو وروسته زيات کړيږي. دا ځکه چې نارينه خپلې روغتيا ته کمه پاملرنه کوي، ډېر سګرېټ څکوي يا صحي شيان هم نه خوري. د دغسې تيوريو له مخې په تېره په پخواني نسل پورې اړوند زاړه کسان خپلې روغتيا ته خيال نه ساتي.‌

سربېره پر دې نارينه مخکې له دې چې ډاکټر ته مراجعه وکړي، ډېر وخت انتظار هم باسي. اوس‌ يوه نوې هراړخيزه څېړنه چې د دسمبر مياشتې په «نيچر کومونيکشنز» مجله کې خپره شوې ده، د پخوانيو څېړنو موندنې تائيدوي.

د «ګلوبل هېلث ۵۰/۵۰» سازمان له خوا په څه باندې شلو هيوادونو کې راټولو شوو ارقامو په جون مياشت کې لا وښودل چې ښځې هم د نارينه و په شان په ورته کچه په دغه ويروس اخته کيږي. خو نارينه له زيات خطر سره مخامخ دي چې سخت ناروغه شي يا له دې ناروغۍ مړه شي. د مړينې دغه کچه د جنس له مخې دوه پر درې د يو پر درې پر وړاندې ده.

يو دليل يې هرومرو د ځينې شرايطو موجوديت دی.‌ د مثال په توګه، نارينه د ښځو په پرتله زيات د زړه او رګونو په ناروغيو اخته کيږي چې له کبله يې په مقايسوي توګه زیات وخت مري.

يو بل تعينوونکی فاکتور د عمر جوړښت دی. د آلمان د روبرت کوخ انستيتوت په حواله، د ۷۰ او ۷۹ کلنو په ډله کې لږ تر لږه دوه برابره زيات نارينه مړه شوي دي. حتی دغه انستيتوت د دغه توپیر له پاره کافي دلايل نه شي‌‌‌ په ګوته کولی.

ای سي اي ۲ رسيپتر د اصلي دروازې په توګه؟

د ای سي اي (۲ (ACE رسيپتر ښايي يو اصلي رول ولوبوي ځکه چې هغه د کوويد-۱۹، سارس او مېرس د ناروغيو په برخه کې يو اصلي رول لوبوي چې دغه ټولې ناروغۍ د کرونا ويروسونو له خوا رامنځ ته کيږي. بېرنهارد څويسلر، چې د «ال ام يو» کلينيک د بې هوښۍ د څانګې مدير دی،‌ په جون مياشت کې په مونشن کې وويل چې نارينه د مېرس ناروغۍ څخه هم زيات اغېزمن شوي ول.

د خرونينګن پوهنتوني طبي مرکز د يوې څېړنې په حواله دغه اس سي اي ۲ رسيپتر د نارينه و په بدن کې په زياته پيمانه پيدا کيږي. څېړونکو د جنسونو تر منځ دغه توپير هغه وخت وموند چې د دغه رسيپتر او د زړه د مزمن مرض تر منځ‌ اړيکه یې څېړله.‌

د ايستروګن هورمون او قوي معافيتي سيستم

سربېره پر دې د ښځو معافيتي سيستم د نارينه و په پرتله زيات قوي دی. اصلي علت يې د ښځو جنسي هورمون ايستروګن دی. هغه معافيتي سيستم تقويه کوي او د ناروغۍ د عاملينو پر وړاندې زيات غبرګون ښيي. د نارينه و تېستوسترون هورمون بيا د وجود د دفاعي سيستم مخه هم نيسي او کمزوری کوي يې. خو له بلې خوا ښځې بيا د آوتو ايمون ناروغيو څخه زياتره کړيږي چې معافيتي سيستم پکې تر حده زيات غبرګون ښيي او د بدن پر حجرو باندې هم بريد کوي. دا هم د کوويد-۱۹ يوه بله خرابه پايله کېدای شي‌ واوسي.

د دې تر څنګ «جنيتيک دلايل» هم شته چې ښځې ولې نسبتاً پياوړې وي. دغه خبره مالکيولي ويروس پېژندونکی توماس پيچمن دويچه ويله ته کړې ده. هغه وايی چې «ځينې معافيت ته اهميت لرونکي جنونه، مثلا هغسې جنونه چې د ناروغۍ د عاملينو د پېژندلو مسئوليت لري، پر ايکس کروموزونو باندې پراته دي. دا چې ښځې دوه ايکس کروموزومونه لري او نارينه يوازې يو دغسې کروموزوم لري، نو ښځي دلته هم فايده کوي.»

الکساندر فرويند/ن ص/ن ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب