1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

د سریلانکا مسلمانان ولي خپل مړي له روغتونو څخه نه وړي؟

۱۳۹۹ آذر ۲۱, جمعه

په سریلانکا کي هغه کسان چي له کرونا څخه مړه سوي او یا ورباندي د کرونا شک موجود وي، خپلوان یې اجازه لري یوازي هغوی وسوځوي او نه ښخ. خو ایا مسلمانان چي په عادي ډول سره خپل مړي ښخوي، هم باید خپل خپلوان وسوځوي؟

https://p.dw.com/p/3ma7U
Sri Lanka | erster Jahrestag der Anschläge vom Ostersonntag in Colombo
انځور: picture-alliance/dpa/AP/E. Jayawardena

مسلمانان چي په سریلانکا کي ددغه هیواد د نفوسو تقریباً ۱۰ فیصده دي، له کرونا څخه د خپلو مړو سوو خپلوانو سوځول ورته غیراسلامي او ناراحت کوونکی ښکاري. ځکه نو په دې څو اخرو ورځو کي ۲۰ مسلمانو فامیلونو د احتجاج په ډول د خپلو خپلوانو د مړو د تابوتونو په خاطر ۴۸۰۰۰ روپۍ(تقریبأ ۲۳۰ یورو) ندي حواله کړي.

د سریلانکا د صحت عامې وزارت پرون پنجشنبه (د ډسمبر لسمه) خبر ورکړ چي د حکومت د یوه فرمان پر اساس باید هر کس د کرونا د وجهي د خپلو مړو د سوځولو په خاطر دغه پیسې حواله کړي.

د سریلانکا په پارلمان کي د مسلمانانو وکیل، راجندرا کومار پونامبالم په دې هکله وویل چي«په اسلام کي اور ته د دوزخ سره ارتباط ورکول کیږي او د مړو سوځولو ته د یوې جزأ په سترګه کتل کیږي.»

د سریلانکا حکومت بیا دلیل راوړي چي د کرونا مړو سوځول تر مځکي لاندي اوبه ککړوي او کیدلای سي مریضي نوري هم پراخي کړي. خو د دې خبري له پاره د روغتيا نړيوال سازمان د ارقامو پراساس هیڅ ډول علمي شواهد وجود نه لري.

اوس نو د سریلانکا حکومت غواړي د مسلمانانو هغه لس جسدونه، چي له کرونا څخه مړه سوي او یا د کرونا شک ورباندي موجود وو، په خپلو مصارفو سره وسوځوي.

د سریلانکا د صحي چارواکو په حواله تر اوسه پوري ټوله ۱۴۴ د کرونا څخه مړه سوي کسان، چي ۸۰ یې مسلمانان وه، سوځل سوي دي. په همدې حال کي د مسلمانانو او عیسویانو اقلیتونه اوس کوښښ کوي چي د حکومت د دې فرمان په مقابل کي د عدلي او حقوقي امکاناتو څخه کار واخلي، خو د هیواد ستري محکمې تر اوسه پوري ۱۲ دغه ډول دعوې رد کړي دي.

له بلي خوا په تیرو اوونیو کي په لسونو کسانو د حکومت ددې امر پر ضد احتجاجونه او مظاهرې کړي دي. خو د دغه اکثریت بودايي هیواد، بودايي راهبانو بیا د حکومت څخه غوښتي دي چي په هیڅ ډول سره د مسلمانانو غوښتنه ونه مني او ورته تسلیم نه سي.

خصوصاً په دغه هیواد کي پروسږکال پر کلیساوو او لوکسو هوټلونو باندي د افراطيانو تر حملو وروسته د مسلمانانو پرضد حساسیت ډیر سوی دی. په دغو حملو کي تر۲۵۰ اضافه انسانان ووژل سول.