1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په لندن کې د کرونا ويروس د نوي ډول د خپريدو ويره

۱۳۹۹ آذر ۲۵, سه‌شنبه

د کرونا ويروس يو نوی ډول ښايي په لندن کې په دغه ويروس د اخته کيدو په شمير کې د «چټک زياتوالي» لامل وي. د روغتيا نړيوال سازمان هم ويلي دي چې د ويروس په دغه «جنتيکي بڼه» خبر دي.

https://p.dw.com/p/3mjhT
Großbritannien London | Coronakrise
انځور: Alex Lentati/Zuma/picture alliance

د بريتانيا د روغتيا وزير مات هانکوک وويل چې په لندن او شا و خوا سيمو کې به د روانې اوونۍ په پای کې د کرونا محدوديتونه نور هم سخت کړل شي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ وويل چې سخت اقدامات به معرفي شي څو د ويروس د چټک خپريدو مخه ونيوله شي. په لندن کې د ورځنيو نويو پېښو شمير او همداراز په روغتونو کې بستريدل هم ډېر شوي دي. 

هانکوک وويل چې ساينس پوهانو د بريتانيا په جنوب کې د ويروس «يو نوی ډول» پيژندلی دی او دا ښایي د دغي وبا د چټک خپريدو لامل وي.

د حکومت د انترنت پاڼې په حواله د جمعې په ورځ په لندن کې « R- Number» يعني دا چې په ويروس اخته يو کس نور څومره کسان ککړوي، د ۰،۹ او ۱،۱ ترمنځ وو.

په لندن کې چې کابو ۹ ميليونه نفوس لري، تر اوسه تر۲۰۰ زرو زيات کسان په کرونا اخته شوي او تر ۷۰۰۰ زره زيات کسان په دې ويروس مړه شوي دي.

د کرونا نوې بڼه؟

په ژنيو کې د روغتيا نړيوال سازمان د بيړنيو پېښو کارپوه مايک راين په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل: «موږ د کرونا ويروس په دې نوې بڼه خبر يوو چې په بريتانيا کې په کابو ۱۰۰۰ کسانو کې موندل شوې ده.»

اړونده موضوع: په آلمان کې د کرونا ویروس بې سارې پېښې

نوموړي زياته کړه: «اړونده کارپوهان یې ارزوي. موږ د کرونا ويروس ډېري بڼې لرو. دا ويروس د وخت په تېريدو تکامل کوي او بدلون مومي.»

د روغتيا وزير هانکوک وويل: «اوس په دې اړه څه نه شو ويلی چې دا به په مریضانو کې د زياتو روغتيايي ستونزو سبب شي خو او تر اوسه کلينيکي معاينات ښيي چې دا له احتماله لېرې ده چې واکسين دې پرې اثر ونه کړي.

په لندن کې به نوي محدويتونه څه وي؟

لندن او شا و خوا پرتې سيمې ايکسس، کينت او هيرتفوردشراين به سر له چهار شنبې څخه د محدوديتونو له «دریمې» کټگورۍ سره مخ شي.

تياترونه، شراب خانې، رستورانتونه او د مېلمه پالنۍ نور ځایونه به تړل کيږي خو رستورانتونه به په فرمايش کور ته د ډوډۍ د ليږدولو خدمات ولري.

د لندن اوسيدونکي به له هغو کسانو پرته چې په يوه کور کې سره اوسي، په کور کې له نورو سره د ليدو اجازه ونه لري خو وبه کولی شي تر شپږو کسانو پورې دباندې سره وويني. مغازې، سلمانيان او ښوونځي به پرانیستي وي.

مات هانکوک وويل: «زه پوهيږم چې دا خبرونه سخت دي، خو دا کار ډېر مهم دی څو د ډېر زيان مخه ونيسو او وروسته د اوږد مهاله ستونزو مخه ونيوله شي.»

د لندن ښاروال صادق خان د کرونا ويروس په چټکۍ د خپريدو په اړه «ژوره اندیښنه» څرگنده کړې ده خو نوموړي په عين حال کې خبرداری ورکړ چې دا محدوديتونه به رستورانتونه او هنري ځايونه سخت اغیزمن کړي.

په بريتانيا کې تر اوسه ۱،۸ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي دي. دې هيواد تېره اوونۍ د لومړي هيواد په توگه د کرونا ويروس ضد واکسين په ويش هم پېل وکړ.

ب. ص/ ن. ز (AFP, AP, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه: