1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر کرونا تيرولو وروسته د انسان د بدن معافيت څومره دوام کوي؟

۱۳۹۹ آبان ۷, چهارشنبه

د بریتانيا يوه نوې څېړنه ښيي چي په کرونا تر اخته کیدو وروسته د یوه انسان د بدن معافیت تر هغه لا ډیر ژر له منځه ځي لکه څنګه چي یې فکر کیدی. په تیره بیا د زړو کسانو په بدن کي.

https://p.dw.com/p/3kWuz
Deutschland | Köln | Coronavirus
انځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopres/picture-alliance

دونالد ترمپ له کووید ۱۹څخه تر رغېدو وروسته په انتخاباتي مبارزه کي وویل چي دی نور معافیت لري او زړه يې غواړي چي خپل مینه وال ښُکل کړي. خو ښه وو چي هغه دا کار و نه کړ. دا ځکه چي د نوو پلټنو له مخي دا معلومه نه ده چي ترمپ به واقعاً انتي باډي ولري او که څنګه.

د کرونا پاندیمي له پیل راهیسي د بدن د معافیت موضوع په هکله ډیر بحثونه کیږي. په اروپا، شمالي امریکا او جنوبي امریکا کي په کرونا باندي د ډیرو کسانو اخته کیدو ته په کتو سره اوس دغه موضوع نوره هم مهمه سوې ده.

یوه نوې څېړنه ښيي چي اوس پرته له واکسین څخه د بدن د طبیعي معافیت په هکله هیلي کمي سوي دي. د لندن د اِمپریال کالج کارپوهانو په انګلستان کي د ۳۶۵ زرو انسانانو نمونې اخیستي او نتیجه ښيي چي د هغو د بدن معافیت د وخت په تیریدو سره لږيږي.

په کرونا تر اخته کیدو وروسته د بدن معافیت څومره دوام کوي؟

دلته ډیر فکتورونه نقش لري. د مثال په ډول لکه څنګه چي د امپریال کالج پلټني ښيي د یوه انسان عُمر هم مهم دی. هغه کسان چي تر ۷۵ کلنۍ پورته دي د ځوانانو په پرتله یې انتي باډي ډيره ژر راکمیږي. همدارنګه د کرونا ناروغۍ سخت او یا آسانه بهیر هم خپل نقش لري. نو له همدې کبله دا د یوه اخته سوي کس په بدن پوري اړه لري چي د هغه معافیت اوونۍ او که میاشتي دوام کولای سي.

آیا له کرونا رغېدلي کسان باید نور محدودیتونه په پام کي نه ونیسي؟

نه، باید په نظر کي يې ونيسي. له حقوقي پلوه په کرونا باندي اخته سوو او یا هم نه اخته سوو کسانو ترمنځ کوم توپیر نه لیدل کیږي. د کرونا تدابیر چي د دولتونو له خوا رامنځته کیږي او آلمان هم پکښي شامل دی، د ټولو له پاره دي او د نه مراعاتولو په صورت کي جزايي تدابیر هم لري.

له طبي پلوه هم هغه کسان چي له کووید ۱۹ څخه روغ وتلي، باید د کرونا له امله وضع سوي قیودات په نظر کي ونیسي، دا ځکه چي د هغوی د بدن د معافیت د دوام په هکله لا معلومات په لاس کي نه سته.

همدارنګه هغه کسان چی د کرونا تيست یې منفي هم وي، باید د ټولنیز واټن، ماسک اغوستلو تړلو مقررات مراعات کړي او کرونا د علایمو د رامنځته کیدو پر وخت باید تيست تر سره کړي.

آیا داسي ناروغان هم سته چي په کرونا باندي تر اخته کیدو وروسته هیڅ معافیت نه لري؟

په دې هکله شواهد موجود دي چي هو. یوه امریکايي پلټنه چي پر سمندري سرتیرو تر سره سوې ده، ښيي چي د ۴۱ پلټل سوو کسانو په وینه کي هیڅ ډول خنثی کیدونکې انتي باډي نه ده پیدا سوې. دا په دې معنی، هر هغه څوک چي د کرونا په نوي ویروس اخته کیږي، حتمي نه ده چي په وینه کي یې انتي باډي جوړه سي.

د رابرت کوخ په نامه آلماني انستیتوت په حواله اوس هم معلومه نه ده چي یو معافیت څومره منظم، قوي او په دوامداره توګه رامنځته کیدای سي.

گ.پ/ن.ز (AG)