1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

د کرونا د انتي باډي تيست څومره گټور دی؟

۱۳۹۹ خرداد ۸, پنجشنبه

په روسیې او ایټالیا کي روغتیايي چارواکي غواړي د انتي باډي او معافیت ډله ایز تيست له لاري په کووید ۱۹ باندي اخته نا معلوم کسان تثبیت کړي. خو دغه ډول ټِست څنګه تر سره کیږي او کومي ګټي لري؟

https://p.dw.com/p/3ct8E
USA Jacksonville Mixed Martial Arts | Sport & Coronavirus | Test
انځور: Reuters/Jasen Vinlove/USA TODAY Sports

په روسیه کي له اونیو راهیسي سخت محدودیتونه وضعه سوي. خو بیا هم د کرونا د نوو پیښو شمیر مخ پر ډیریدو دی. یوازي د تیري شنبې په ورځ چارواکو تر ۹۴۰۰ اضافه نوي پیښي ثبت کړي دي.

اوس به نو د ډله ایزي انتي باډي تيست له لاري، ددغي ناروغۍ پروسه لا ښه تر نظر لاندي ونیول سي. ایټالیا هم دغه ډول تيستونه ترسره کوي ترڅو په کووید ۱۹ باندي د اخته کسانو حقیقي تعداد معلوم کړي.

د «ELISA» په نامه تيست له لاري به دا معلومه سي چي چا د کرونا مریضي تیره کړې ده. په دې ډول به تر آزمویني لاندي کسان خپله یو څه وینه ورکوي تر څو په لابراتوار کي هغه تيست سي. دغه ډول تيست به دا وښيی چي آیا په بدن کي د IgM او IgG په نامه خاصه انتي باډي موجود ه ده چي د دغه ویروس په وړاندي انتي باډي رامنځته کړې. که داسي وي نو د تيست کولو پر وخت د وینو رنګ تغییر کوي.

دا باید معلومه سي چي څوک معافیت لري

د معافیت د دغه ډله ایز تيست له لاري به دا معلومه سي چي د چا په بدن کي د کرونا د ویروس په مقابل کي انتي باډي جوړه سوې ده. په هغو کي به داسي اخته کسان هم معلوم سي چي د سږي د ناورغۍ هیڅ او یا هم ډیري کمي علامې یې په بدن کي احساس کړي او په دې نه پوهیږي چي بدن یې معافیت لري او که څنګه.

هغه کسان چي معافیت لري، نو وینه به یې په کووید ۱۹ باندي اخته کسانو له پاره مناسبه وي او هغه هم په داسي حال کي چي په خپله په کرونا باندي د دوهم ځلي اخته کیدو خطر سره ډیر لږ مخامخ وي.

ځیني ناڅرګندتیاوي

د معافیت ډیر تيستونه ۹۹ فیصده اطمیناني دي. که څه هم دا ډیر ښکاري خو بیا هم په دې برخه کي مشکلات رامنځته کیږي. ۹۹ فیصده ډاډمنتیا په دې معنی ده چي تر تيست لاندي کسانو یو فیصد ښايي د کرونا په اوسني ویروس اخته سوی نه وي، بلکه د کرونا د ویروس په نورو ډولونو باندي.

په هغو هیوادونو کي چی د ټول نفوس په سطحه یې په کرونا باندي اخته کسانو شمیر ډیر لږ دی، د هغو هیوادونو په مقایسه دغه ډول ټِست اغیزمن دی چي د نفوسو ډیری برخه یې په اخته سوې وي.

Ukraine Krankenhaus in Ivano-Frankivsk
انځور: picture-alliance/Photoshot

د محاسبه کولو د ماډلونو مثالونه

که داسي فرض کړو چي دا ډول تيست په داسي یوه هیواد کي ترسره سي چي۵۰ سلنه خلک یې په کرونا اخته سوي، بیا به نو ښايي له ۵۰ ازمویل سوو کسانو څخه یوازي د یوه تن د تيست نتیجه غلطه وي. او که له زرو کسانو څخه یو تن اخته سوی وي نو له لسو اخته کسانو څخه به د نهو کسانو تيست غلط وي. په دې ترڅ کي د انتي باډي د آزمویني ځیني لابراتوارونه اعلانونه کوي چي د هغوی تيستونه تقریباً سل فیصده نتیجه معلومولای سي.

د جانس هاپکینز پوهنتون په حواله، روسیې د ۲۰۲۰ کال د می پر ۲۶ مه، شاوخوا ۳۵۰ زره ثبت سوي، اخته کسان درلودل. خو په تقریبأ ۱۵۰ میلیونه نفوسو کي بیا دغه ډول ناقص تيستونه هم رول لري.

خو بیا به هم دا یو معقول کار وي چي د امکان تر حده ډیر کسان تر تيستونو لاندي ونیول سي تر څو معلومه سي چي په دغه ویروس باندي د نامعلومو کسانو شمیر څومره دی.

زموږ له آرشیف څخه: