1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيااروپا

په راتلونکې اوونۍ کي د کرونا واکسين د توزيع امکان

۱۳۹۹ آبان ۵, دوشنبه

د آکسفورد پوهنتون او ايسترا زينيکا شرکت د کرونا واکسين په هر سن درلودونکو کسانو کې دفاعي قوت پيدا کوي او طبي کارپوهان هیله من دي چې ژر به د دې واکسين جواز هم ترلاسه کړي. په دې توګه به نړۍ د کرونا وبا ته ماتې ورکړای شي.

https://p.dw.com/p/3kS01
Deutschland | Coronavirus | Impfstoff Schott
انځور: Schott

د «دي سن» بريتانوۍ ورځپاڼې په يوه رپوټ کې ادعا شوې ده چې د لندن يوه روغتون ته لارښوونه شوې چې د آکسفورد پوهنتون او ايسترا زينيکا په نامه شرکت له خوا په ګډه جوړ کړل شوی کرونا واکسين د توزيع کولو له پاره چمتووالی ونيسي. نن، دوشنبه (د اکتوبر ۲۶ نیټه) په خپاره شوي دې رپوټ کې د روغتون نوم نه دی په ډاګه شوی خو ليکل شوي چې د نومبر له دويمې نیټې څخه په پېليدونکي اوونۍ کې به ښايي دا واکسين د روغتون په اختيار کې ورکړل شي.

بل لوري ته د بريتانيا د روغتيا وزير ميت بينکوک ويلي دي چې واکسين لا چمتو نه دی خو خلکو ته یې د رسولو له پاره په اړينو انتظاماتو لاس پوري شوی دی. له بي بي سي سره د خبرو پر وخت نوموړي ويلي چې د دې امکان شته چې واکسين به د راتلونکي میلادي کال په پيل کې خلکو ته ورسيږي. کله چې له نوموړي څخه وپوښتل شول چې آيا ځينو خلکو ته دغه واکسين سږ ميلادي کال هم رسيدلی شي، نو هغه وويل: «زه دا له امکانه ليرې نه ګڼم خو زما په فکر به د واکسينولو پروسه په راتلونکي کار کې پيل شي.»

د آکسفورد پوهنتون او «ایسترا زينيکا» د کرونا کامياب واکسين

په دې منځ کې دغه بريتانوي شرکت او آکسفورد پوهنتون د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دوی واکسین چې تر اوسه د آزموينې په پړاو کې دی، په ځوانانو او په زيات سن لرونکو کې د دې ويروس پر وړاندې د مدافعې ځواک پيدا کوي. طبي کارپوهانو او ساينس پوهانو لا دمخه دا خبره کړې وه چې کوم واکسين چې د هر سن په خلکو کې د يو ډول د مدافعې ځواک په پيدا کولو بريالی شي نو دا به د هغه واکسين د کاميابۍ او خلکو ته یې د رسیدو په برخه کې ستر پرمختګ وي.

د عمر په ډيريدو سره په انسانانو کې د مدافعې ځواک کميږي. د آکسفورد پوهنتون او ایسترا زينيکا شرکت دې واکسينو د ستر عمر په خلکو کې هم د ويروس پر وړاندې د مدافعې قوت پيدا کړی دی چې دا يو مثبت او مهم پرمختګ دی. د فنانشل ټايمز مجلې هم تر دې د مخه په خپل يوه رپوټ کې ويلي ول چې ياد واکسين ساتونکي انتي بادي او ټي حجرې رامنځته کوي

اوس د آکسفورد پوهنتون او ايسترا زينيکا د کرونا ويروس واکسینو په پراخه کچه د توليد او خلکو ته د توزيع د منظورۍ امکان هم ترسترګو کيږي. که چيرې دا او نور واکسينونه د پاتو پړاونو څخه په برياليتوب تیريږي نو ډېر ژر به نړۍ دا وبا تر شا پريږدي او عادي حالت ته به را وګرځي.

زموږ له آرشیف څخه: