1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بېربوک د افغانانو د ویزو په اړه تورونه رد کړل

۱۴۰۳ مرداد ۵, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزیرې هغه رپوټ رد کړی دی چې وایي «پاکستاني جاسوسان» د افغانانو د ويزو پروګرام له لارې آلمان ته په داخليدو توانيدلي دي. دغه رپوټ يوې آلمانۍ مجلې خپور کړی وو.

https://p.dw.com/p/4ikq7
د آلمان د بهرنيو چارو وزیره انالېنا بېربوک
بېربوک، وويل چې د ويزې د ورکړې پروسې د «قوانینو او کلکو څارنې» پر اساس ترسره کيږي.انځور: dts-Agentur/picture alliance

د آلمان د بهرنيو چارو وزيرې انالېنا بېربوک، د پنجشنبې په ورځ دا رپوټ په کلکه رد کړ.

نوموړې د آلمان په فلېنسبورګ ښار کې د دفاعي توکو له يوه شرکت څخه د ليدنې پر مهال وويل چې ټول بالقوه عريضه کوونکي له بشپړ امنيتي څار څخه تېريږي.

بېربوک، د «سيسرو» په نوم آلمانۍ مجلې کې د راغلي يوه رپوټ په اړه د پوښتنې په ځواب کې دا ډول غبرګون وښود. په دې رپوټ کې راغلي دي چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې د آلمان سفارت د افغانانو له پاره د ویزو له پروګرام څخه د ناوړه ګټه پورته کیدو خبرداری ورکړی دی.

د اسلام اباد بي ۱۷ سیمه د افغانانو په نوم مشهوره شوې

دغه مجلې د يوې اوه کسیزې کورنۍ چې احتمالاً افغانان دي او آلمان ته رسېدلي دي، قضيه راخيستې ده. مجلې د آلمان د بهرنيو چارو وزارت د يوه محرم سند په حواله ويلي دي چې په اسلام آباد کې د آلمان سفارت په برلين کي د آلمان د بهرنيو چارو وزرات ته په يوه ليک کي د هغي احتمالاً افغاني ۷ کسيزي کورنۍ په اړه خبرداری ورکړی وو، چې د آلمان فدرالي دولت له خوا يې آلمان ته د تګ مثبت جواب ترلاسه کړی وو. 

د رپوټ پر اساس د دې کورنۍ پنځه غړي اوس هم په آلمان کې دي، په داسې حال کې چې د کورنۍ پلار چې ادعا کوي په افغانستان کې یې د استراليا د پوځ سره د سلمان په توګه کار کاوه، او د يوه زوی ویزې يې رد شوې دي.

بېربوک، وويل چې د ويزې د ورکړې پروسې د «قوانینو او کلکو څارنې» پر اساس له امنيتي چارواکو سره د کورنيو او بهرنیو چارو وزارتونو په همکارۍ په ګډه پر مخ ځي چې په ځينو مهمو سفارتونو کې ورته پر وضعيت د څار دنده سپارل شوې ده.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب