1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«القاعده په دوو کلونو کې په افغانستان کې بيرته فعاليدلی شي»

۱۴۰۰ خرداد ۲۸, جمعه

د امريکا د دفاع وزير ویلي دي چې امکان شته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته په دوو کلونو کې القاعده شبکه بيا منظمه او امريکا ته په ګواښ بدله شي.

https://p.dw.com/p/3vAGe
USA Hawaii | US-Verteidigungsminister Lloyd Austin beim US Pacific Command
انځور: Cindy Ellen Russel/Honolulu Star-Advertiser/AP/picture alliance

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو بهير له پېليدو وروسته دا په افغانستان کې د نړيوالو ترهګرو ډلو د بيا فعاليدو په اړه ښکاره اندیښنې دي چې امريکايي چارواکي يې ښيي.

د امريکا متحده ایالاتو د سنا مجلس په استماعيه غونډه کې سناتور ليندسي ګراهم د امريکا د دفاع وزير لويد اوستن او د دغه هيواد له لوی درستیز جنرال مارک میلي څخه وپوښتل چې په افغانستان کې د القاعدې او داعش ډلې د بيرته فعاليدو احتمال ټيټ، متوسط او که لوړ ارزوئ؟

اوستن یې په ځواب کې وویل: «زه یې متوسط ارزوم. ښاغلی سناتوره زه غواړم دا هم ووايم چې ښايي د دوو کلونو په موده کې هغوی خپلې وړتياوې پراخې کړي.»

د امريکا لوی درستیز مارک میلي وويل چې دی هم د اوستن له دې ارزونې سره موافق دی.

مارک میلي زياته کړه: «که چيري بل ډول بدلونونه رامنځته شي یعني حکومت سقوط وکړي او يا د افغانستان امنیتي ځواک له منځه ولاړ شي، نو دا خطر به په واضح توګه لوړ شي.»

هغه زياته کړه: «زه غواړم اوس ووایم چې دا [د دې ډلو د فعاليت بيرته پېليدو احتمال] متوسط دی او تر دوو کلونو پورې به په همدې کچه وي.»

د امريکا د نظامي چارواکو دا ځواب له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د بشپړ او بې قيد و شرطه وتلو په پایله کې امنیتي اندیښنې تائيدوي. په ماضي کې هم د امريکا متحده ايالاتو پوځي چارواکو له افغانستان څخه د وتلو نېټې د مشخصولو مخالف کاوه او ټینګار یې کاوه چې په افغانستان کې د مستقرو ځواکونو شمير باید د هيواد امنیتي حالت ته په کتو سره وټاکل شي.

میلي ومنله چې که حکومت سقوط وکړي او يا طالبان واک ته ورسيږي نو دا به د ښځو د حقونو په برخه کې د شويو پرمختګونو له پاره ډېرې پراخې پايلې ولري.

د امريکا پوځ دا هم ويلي دي چې په افغانستان کې د عسکرو په نه حضور سره به د ترهګريزو سازمانونو په اړه د استخباراتي معلوماتو په راټولو کې هم مشکلات ولري.

د ټولو بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته به په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د څارولو او له هغوی سره د مبارزې په برخه کې د امريکا د پوځ او استخباراتو وړتياوې محدودې شي، خو پنتاګون ويلي دي چې له افغانستان څخه دباندې به پر ترهګرو او تندلارو نظر ولري.

Russland Afghanistan-Konferenz in Moskau
امريکايي چارواکي په دې اړه هم انديښنه لري چې طالبان به القاعدې سره د اړيکو پرې کولو ژمنه عملي کړي او که نه. انځور: Alexander Zemlianichenko/AFP

پنتاګون تمه لري چې د افغانستان په يوه او يا څو ګاونډيو هيوادونو کې اکشتافي الوتکې او نور امکانات ځای پر ځای کړي، خو تر اوسه داسې کوم تدابير نيول شوي نه دي. دا ګامونه به ښايي په دې معنا وي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد عملیات ښايي له لیري پرتو پوځي اډو د مثال په توګه له فارس خليج څخه ترسره شي.

يوه اندېښنه دا هم شته چې امکان لري طالبان له القاعدې سره اړيکي وساتي. امريکايي چارواکو دا خبره هم مطرح کړه چې آيا طالبان به له امريکا سره د توافقنامې په ترڅ کې کړې ژمنې چې له القاعدې سره به خپلې اړيکی پرې کوي او د افغانستان خاوره به بيا د امريکا او د هغه د متحدانو پر ضد نه استعماليږي، عملي کړي او که نه؟

د جو بايدن حکومت اعتراف کړی دی چې له افغانستان څخه د ټولو امريکایي ځواکونو وتل خطر هم له ځان سره لري، خو استدلال کوي چې د جګړې د ختمولو له پاره مناسب وخت ته انتظار ايستل به د عسکرو د حضور د اوږدېدو په معنا وي.

د اخراج رسمي پيل او اندېښنې؛ افغان ځواکونه د تيارسئ په حال کې

د ترهګرو ډلو د بيا فعاليدو د احتمال په اړه د اوستن او ميلر خبرداری د يو شمير کارپوهانو تحليلونه هم منعکسوي.

د متقاعد جنرال جوزف دانفورد په ګډون چې په افغانستان کې د امريکايي پوځونو مشر وو، د افغانستان د چارو يو شمیر کارپوهانو په فیبرورۍ میاشت کې په يوه څېړنه کې ويلي ول چې «په بيړه وتل» کيدای شي د دې سبب شي ترهګر له ۱۸ میاشتو څخه نيولې تر دريو کلونو پوري بيرته د امریکا پر وړاندي منظم شي.

د کارپوهانو دې ډلې چې د کانګرس له خوا ورته د څېړنې دنده سپارل شوې وه، توصيه کړې وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په خبرو اترو کې تر پرمختګ پورې دې امريکايي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

ب. ص/ ن. ز (AP)

زموږ له آرشيف څخه:

په هلمند کې د جګړې تودېدل؛ «طالبانو په يوه میاشت کې ۹۰۰ بريدونه کړي»