1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د می لومړۍ د اخراج رسمي پيل او غبرګونونه

۱۴۰۰ اردیبهشت ۱۱, شنبه

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي له افغانستان د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره سم به طالبان خپلو حملو ته زور ورکړي. ياد وزارت د افغان پولیسو لوړپوړو قوماندانانو ته د تلاشۍ په پوستو کې د لا ډير کنټرول امر کړي دی.

https://p.dw.com/p/3spSd
Afghanistan Sicherheit Verantwortung Übernahme NATO Soldaten 18.06.2013
انځور: Shah Marai/AFP/Getty Images

نن شنبه د ۲۰۲۱م کال د می میاشتې لومړۍ، له افغانستان څخه د وروستيو امریکايي ځواکونو د وتلو د پیل رسمي ورځ ده. خو د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ کې د شوي تړون له مخې امریکا ژمنه کړې وه چې خپل ځواکونه به د می میاشتې تر لومړۍ پورې له افغانستان څخه وباسي.

د فرانسې خبري آژانس له کابله د امريکايي چارواکو له قوله لیکي چې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د اخراج پروسې کار دمخه پيل شوې وو او د می لومړۍ صرف د هغې پروسې ادامه ده.

افغان ځواکونه د تیارسئ په حال کې

د ناټو ځواکونو د پنجشنبې په ورځ د اخراج پروسه پیل کړه. له هغې راهیسې د کابل ښار او د بګرام هوايي ډګر په آسمان کې د امریکايي چورلکو پروازونه د پخوا په پرتله ډير شوي دي.

ورسره جوخت افغان امنيتي ځواکونه د شنبې په ورځ په تیارسئ حالت کې راغلي دي تر څو د امريکايي ځواکونو د اخراج پر وخت پر دغو ځواکونو د هر ډول احتمالي بريدونو مخنيوي يې کړی وي.

Afghanistan Parkanlage für Frauen in Kabul
د بهرنيو ځواکونو له وتلو سره يو شمیر افغان میرمنې انديښنه ښکاره کوي چې شل کلنې لاسته راوړنې به يې له خطر سره مخ شيانځور: Getty Images/AFP/A. Berry

د افغانستان د کورنیو چارو وزير، حيات الله حیات د جمعې په ورځ ناوخته د افغان پولیسو لوړپوړو قوماندانانو ته وويل چې د می په لومړۍ نيټه له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو رسمي نيټه ده او دې سره به «ښايي تاوتریخوالی زور واخلي.»

د کورنيو چارو وزير خپلو لوړپوړ قوماندانانو ته وویل: «زه تاسو ټولو ته امر کوم چې په خپلو سیمو کې مو د تلاشۍ پوستې او د ښار په دروازو کې مو د پلټنې عمليات ډیر کړئ.»

د لوګر خونړی برید

دا په داسې حال کې ده چې د همدغې ورځې په ماښام د کابل سويل ته پروت، د لوګر ولايت په مرکز، پل علم کې د يو موټربم برید وشو چې لږ ترلږه ۲۴ کسان په کې وژل شوي او څه باندې ۱۱۰ تنه ټپيان دي. چارواکو د يو شمیر ټپيانو حالت نازک ښودلی دی. د پيښې قربانیان تر ډیره هغه ځوانان ښودل شوي چې د کانکور آزموینه کې د ګډون له پاره راغلي ول. د ښځينه او ماشومانو د مرګ ژوبلې هم ويل شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن تیره میاشت د افغانستان جګړې چې هغه ورته د «ابدي جګړې» نوم واخیست، د پای اعلان وکړ. هغه د دغه اعلان په کولو سره وويل چې په افغانستان کې پاتې ټول ۲۵۰۰ امریکايي ځواکونه به د روان کال د سپتمبر میاشتې تر ۱۱مې پورې وباسي. د سپتمبر يولسمه، پر امریکا باندې د ۲۰۰۱ کال تروريستي بریدونو له شلمې کليزې سره برابره ده.

Afghanistan Friedensgepräche in Doha
امریکا او طالبانو په ۲۰۲۰م کال فبرورۍ کې د سولې تړون لاسليک کړ چې له افغانستان د بهرنیو قواوو وتل يې یوه برخه وهانځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance

بايدن وويل: «شل کاله مخکې ترسره شوې یوه خوفناکه حمله نشي کولای په دې معنی وي چې موږ دې په ۲۰۲۱م کال کې هم هلته پاتې شو.»

له کله نه چې د امريکا او طالبانو تر منځ له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو پر وتلو توافق شوی، طالبانو پر بهرنيو ځواکونو باندې مخامخ بریدونه درولي دي، خو دغې ډلې پر افغان ځواکونو او په ښاري سیمو کې خپل د حکومت ضد بریدونه جاري ساتلي دي.

د عامو افغانانو انديښنې

له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د وتلو موضوع، په يو شمیر عامو افغانانو کې ويره ډيره کړې ده چې ورسره به د افغانستان وضعیت لا خراب شي. تر ډيره افغان ميرمنې انديښمنې دي چې هغه لاسته راوړنې چې دوی په تیرو شلو کلونو کې درلودلي، له خطر سره به مخ شي. مينه نورزۍ په کابل کې يوې خصوصي راډيو ستيشن کې کار کوي. هغه وايي: «هر چا سره دا ويره ده چې ممکن موږ به بيا د طالبانو تورې دورې ته وروګرځو.» نورزۍ د فرانسې خبري آژانس سره به خبرو کې وويل: «طالبان اوس هم د پخوا په څير دي. هغوی نه دي بدل شوي. امريکا متحده ايالاتو بايد لږ تر لږه يو يا دوه کاله نور هم خپل حضور ته ادامه ورکړې وی.»

د افغان حکومت راتلونکی برخلیک

Afghanistan Ghazni Drovinz, Deh Yak | Absturz von US-Militärflugzeug
افغان حکومت ډاډ ورکوي چې تر بهرنيو ځواکونو وروسته به د خلکو او خاورې دفاع وشی کړیانځور: Reuters/M. Andaleb

د امریکا د ګډو قوواو مشر، جنرال مارک ميلي هم د روانې اوونۍ په پيل کې په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو موضوع په بشپړه توګه رد نه کړه. هغه ويلی وو چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو په وتلو سره د دې امکان شته چې افغان حکومت راوپرځول شي. مارک میلي ویلي وو:« کورنۍ جګړه او په نتیجه کي به یو بشري ناورین رامنځته شي. همدارنګه به ښايي د القاعدې تروريستي ډله بیرته قوي شي.» دا په داسې حال کې ده چې د رپوټونو پر اساس، القاعدې ډلې يو ځل بيا د امریکا پر وړاندې د جګړې اعلان کړی دی.

افغان حکومت څه وايي؟

خو افغان حکومت بيا ډاډ ورکوي چې افغان امنيتي ځواکونه اوس د دې وړتيا لري چې له هیواد څخه دفاع وکړي. بل لور ته نړيوالې ټولنې له خوا هم ډاډ ورکړل شوی چې تر اخراج وروسته به هم افغان حکومت سره خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

افغان پولیس افسر عبدالمالک چې د کندهار ولایت اوسیدونکی دی د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې دوی اوس په ښه توګه سمبال شوي دي: «موږ اوس کولای شو د خپل هیواد ساتنه وکړو. موږ به د خپلې خاورې د ساتنې له پاره خپل نهايي خدمت ترسره کوو.»

/mks/mns/jds-mam/fox/je