1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پر بهرنيو ځواکونو د بیا بریدونو ګواښ وکړ

۱۴۰۰ فروردین ۶, جمعه

طالبانو د می میاشتې تر لومړۍ نیټې پوري د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په صورت کې پر بهرنیو ځواکونو د بیا بریدونو ګواښ وکړ. همدا پرون د امریکا ولسمشر ویلي چې له افغانستان پر ټاکلې نېټه وتل ستونزمن دي.

https://p.dw.com/p/3rFBq
Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو نوي ولسمشر په یوه خبري غونډه کې پر ټاکلې نېټه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو اخراج ستونزمن وباله، طالبانو بیا د نه وتلو په صورت کې په افغانستان کې پر میشتو بهرنیو ځواکونو د بریدونو ګواښ وکړ.

د تیر میلادي کال په فبروري میاشت کې د طالبانو او واشنګټن ترمنځ د شوي توافق له مخې امریکا ژمنه کړې چې د روان کال د می میاشتې تر لومړۍ نیټې پوري به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي.

طالبانو په خپله تازه اعلامیه کې ویلي دي چې د بهرنیو ځواکونو د نه وتلو په صورت کې «دوی اړ کیږي چې…د اشغالګرو ځواکونو پر وړاندې جهاد او مسلحې مبارزې ته دوام ورکړي او خپل هیواد آزاد کړي.»

Weltspiegel 18.02.2021 | Afghanistan 2012 | US-Armee, NATO
انځور: Hoshang Hashimi/AP Photo/picture alliance

دغه څرګندونې داسې مهال کیږي چې د مسکو تر غونډې وروسته اوس ټاکل شوې چې په راتلونکې میلادي میاشت کې په ترکیه کې د افغان سولې په تړاو یوه بله ستره غونډه راوبلل شي. په دې ترڅ کې ویل کیږي چې د ترکیې په غونډه کې به سترې او مهمې پریکړې وشي.

دوې ورځي مخکې دوو لوپوړو افغان چارواکو ويلي ول چې ولسمشر غني به په ترکيه کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې د شپږو میاشتو په موده کې د مخکې له وخته ټاکنو وړاندیز وکړي چې دا به د امریکا د طرحې له پاره د غني بديله حل لاره وي. خو طالبانو بيا د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د مارچ ۲۴) د غني دغه احتمالي طرحه رد کړه.

طالبانو ويلي چې ټاکنو مخکې هم افغانستان له بحرانونو سره مخ کړی دی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب